په فرانسه کې د فوټبال لوبډلو مینه وال څه کوي؟
فرانسه، د ۲۳ اروپایي هیوادونو د فوټبال ملي لوبډلو او د هغوی د مینه والو کوربه دی. ښارونه او کوڅې له عجیبو او غریبو خلکو ډکې دي. دغه خلک د فوټبال نندارې ته هلته تللي دي. هغوی له ځان سره خپل ملي بیرغونه او کالي هم لري.
فرانسه د فوټبال اروپايي جام د سیالیو په ترڅ کې د ۲۳ هیوادونو کوربه دی. خو ورځنۍ چاري هم ادامه لري. یوه ناوې او زوم چې د واده د رسمي عقد ترسره کیدو وروسته له یوې کوڅې څخه تیریدل د آیرلنډ ټیم له پلویانو سره مخامخ شول.
د کروشیا د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په یوه قهوه خانه کې قهوه څښي. یوه فرانسوې میرمنې چې له خپلې دوستې سره ناسته وه تازه پر دې خبره پوهه شوه چې څه خبره ده.
د کروشیا د ټیم یوه کوچنۍ مینه واله چې له خپلې مور سره د پاریس په کوڅه کې قدم وهي.
د بیلابیلو ټیمونو پلویانو د لوبې نندارې ته ځانونه فرانسې ته رسولي دي.
د کوربه هیواد لارې او کوڅې له داسې خلکو ډکې شوي دي چې د خپل ملي بیرغونو او کالو سره د لوبې نندارې ته هلته تللي دي.
د ایفل برج تر څنگ چینایي ناوې او زوم چې سیلانیان لیدل کیږي.
د مارسي ښار په کوڅو کې د روسیې او انگلستان د پلویانو تر منځ آخ او ډب.
د روسیې د ملي لوبډلې یو پلوی د لوبې د پیلیدو انتظار باسي.
د لیون ښار مرکز د شمالي آیرلنډ مینه والو ولکه کړی دی.
د سلواکیا ټیم یو مینه وال له پولیسو سره د «خبرو» په حال کې دی.
د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې یو مینه له پولیسو څخه لوبغالې ته د تلونکي لارې پوښتنه کوي.
د آلمان لوبډلې یو مینه وال هلموت د مونستر له ښار څخه د فرانسې لیل ښار ته تللی دی. هغه ۴۰۱ کیلومتره لار پر بایسکل وهلي ده.
له البانیا څخه نیولی تر فرانسې پورې. ډیر شمیر کسان آن پرته له دې چې ستدیوم ته د داخلیدو ټکټ یې اخیستي وي، فرانسي ته تللي څو په هغه ښار کې حضور ولري چې ملي لوبډله يې لوبیږي.
په بوردو ښار کې د شمالي آیرلنډ د مینه والو یو انځور چې د یوې آیرلنډۍ کافې مخې ته راټول شوي دي.
د سړک پر غاړ د بریتانيا لوبډلې یو مینه وال ویده دی.