غزني - د طالبانو له يوه بند څخه اته افغان سرتيري تښتيدلي
۱۳۹۸ دی ۷, شنبهد افغانستان د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو له زندان څخه تښتيدلې کسان د افغان امنيتي ځواکونو غړي وو چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه زندان کې ساتل کيدل. دا چې دوی څومره وخت د طالبانو په بند کې ول، په رپوټ کې يې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دفاع وزرات په اعلاميه کې راغلي چې دغو کسانو د زندان تر ماتولو وروسته، ځانونه سيمې ته نژدې د امنيتي ځواکونو يوه مرکز ته رسولي دي.
د افغانستان خاصو ځواکونو په ورستيو کلونو کې، د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د طالبانو له زندانونو څخه په سلونو نيول شوي افغان ځواکونه خوشي کړي دي.
شاوخوا لس کاله مخکې بيا برخلاف د کندهار له يوه زندان څخه د طالبانو نژدې ۵۰۰ غړي په تيښته بريالي شوي وو. دوی د زندان له يوې کوټې څخه بهر ته د ځمکې لاندې د سلونو مترونو په اوږدوالي د يو تونل په کيندلو پر دغه کار بريالي شوي ول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د روان کال په دوبي کې څه د پاسه ۹۰۰ طالب بنديان له بنده آزاد کړل.
که څه هم غني دغه طالب بنديان د حسن نيت په مقصد آزاد کړل، خو دغه اقدام د حکومت او طالبانو تر منځ اړيکو کې د پرمختک رامنځ ته کیدو او د دواړو خواو تر منځ مخامخ مذاکراتو ته د لارې هوارلو په برخه کې هيڅ ډول مثبت تاثير پر ځای پرېنښود.