په شمالي کلیفورنیا کې دوو الوتکو ټکر کړی دی
۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعهياد ښار په یوه ټويټ کې ويلي دي چې دغو الوتکو د ماسپښین له درې بجو يو څه مخکې ټکر کړی دی. د هوا پيژندې فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په یوه الوتکه کې دوه کسان او په بله کې يوازې یو پيلوټ سپور وو.
په اعلامیه کې زیاته شوې، دواړه الوتکې هوايي ډګر ته د رسيدو په ورستیو شیبو کې وې چې ټکر ېې وکړ. چارواکو ويلي دي چې د مرګ ژوبلې ډیر رپوټونه ورته رسيدلي، خو لا روښانه نه ده چې کوم کس ژغورل شوی هم دی او که نه.
د هوا پيژندنې او ترانسپورت چارواکو نور جزئيات نه دي ورکړي. هغوی د پيښې په اړه پر تحقیقاتو بوخت دي. اسوشتید پريس بیا ليکي چې په ساحه کې هيڅ څوک ژوبل شوي نه دي. پر ټولنیزو رسنیو د پېښې اړوند انځورونه خپاره شوي دي.
په یوه انځور کې يوه ويجاړه شوې کوچنۍ الوتکه ښکاري چې د هوايي ډګر په یوه چمن کې ولاړه ده، بل انځور کې هوايي ډګر ته نژدې یو زیانمن شوی ساختمان لیدل کيږي چې د اوروژنې کارکونوکي هم هتله حضور لري.
رپوټ وايي د واتسونویل محلي هوايي ډګر د کنټرول برج نه لري او الوتکې پکې په مستقیمه توګه ناستې او پروازونه کوي. د دغه هوايي ډګر د ویب پاڼې پر اساس، دغه هوايي ډګر څلور ځغاست لیکې لري چې د څه باندې ۳۰۰ الوتکو د اوسیدو ځای دی. زیاته شوې چې دغه میدان تر ډيره د تفريحي او کرهڼيزو چارو الوتکو له پاره کارول کيږي.