په شتراسبورګ کې تر پيښې وروسته نور کسان نیول شوي
۱۳۹۷ آذر ۲۷, سهشنبهد فرانسې قضایي کړیو دا خبر تائید کړی دی چې د شکمن عامل شرېف چیکات، سره تړلی دریم شکمن کس پر ضد تحقیقات پيل شوي دي. دغه کس لا تر مخه نیول شوی وو. زیاته شوې ده چې پر نورو سربیره د دغه کس پر ضد په یوه ترهګر سازمان کې د ګډون له امله پلټنې کیږي.
شکمن کس په توقیف کې دی. نوي پیل شوي تحقیقات ښایي په جزايي پروسه واوړي، که چیرې تحقیق کوونکي د تورن کس پر وړاندې کافي شواهد ولري. په بل صورت کې هغوی کولای شي چې دغه پروسه ودروي.
د تیرې سه شنبې په ورځ شتراسبورګ ته څیرمه په رامنځ ته شوې پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر اوس پنځو تنو ته لوړ شوی دی. په پيښه کې تر لسو زیات کسان ټپیان شوي هم وو. شکمن عامل شرېف چیکات، د تیرې پنجنشنبې په ورځ په شتراسبورګ کې د پولیسو سره د متقابلو ډزو په پایله کې ووژل شو.
داسې نخښې نښانې مخ پر زیاتیدو دې چې نوموړی ۲۹ کلن د داعش پلوي وو. په دې اړوند د هغه پلار هم څرګندوني کړي دي.
د دغه برید تر ترسره کیدو وروسته تحقیق کوونکو په موقتي ډول شپږ کسان نیولي وو، خو د فرانسوي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه کسان اوس بیرته آزاد شوي دي.
س.ر/م.س (dpa, afp)