شخړيافریقا
«په سومالیا کي د لوږي څخه د مړه کیدو خبرداری»
۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبهاعلان
د دغه سازمان د غذايي او زراعتي ارګان رئیس، ایټینه پیترشمیت د یوه ویدیويي کنفرانس له لاري نن سه شنبه په ژنیو کي وویل، که د هغوی سره کومک ونسي، نو د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتي پوري به تقریباً ۷۳۰۰۰۰ انسانان د لوږي څخه مړه سي.
د غذايي موادو سخت بحران، بې حده ډیره ګراني، جنګونه او کشمکشونه په سومالیا کي د تاریخي وچکالۍ یوه نتیجه ده، چي دغه هیواد یې ورسره مخامخ کړی دی.
د لوږي د سخت خطر سره تر ټولو دمخه بزګران، مالداران او د خپلو ټاټوبو څخه شړل سوي سومالیایان مخامخ دي.