«په سوریه کې زهرجن گاز ډیر کسان وژلي»
۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سهشنبهلندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې نهه ماشومان هم شامل دي. زیاته شوې ده چې نور ډیر کسان د ساه اخیستلو په برخه کې له ستونزې سره مخامخ دي او یا دې ته ورته علایم لري.
د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې دغه زهرجن گاز په ادلب ولایت کې د سه شنبې په سهار په یوه هوایي برید کې استعمال شوی دی. دغه سازمان زیاتوي چې دا خبره لا معلومه نه ده چې برید سوریایي او که د روسي جېټ الوتکو کړی دی. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان دا هم نه دي ویلي چې کوم ډول گاز استعمال شوی دی.
د خبري آژانسونو په حواله د دغه ښار ډاکټراونو د بې هوښۍ او د کانگو یا زړه بدي د علایمو په هکله رپوټونه ورکړي دي. د فعالانو له لوري په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د سړو پر خوله باندې یو ډول ځگ دی.
د معلوماتو تائیدول گران دي
د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې وسله وال اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي، په سوریه کې د فعالانو د شبکې پر مټ معلومات راټولوي. خو د کومې آزادي سرچینې له لوري د دغو معلوماتو تائیدول گران کار دی.
د ادلب ولایت لویه برخه د یاغیانو د یوه اتحاد له لوري کنتروليږي، چې د القاعدې ترهگرې شبکې پخوانۍ څانگې «النصره جبهې» له لوري رهبري کیږي. د دغې ډلې نوی نوم «فتح الشام» دی.
په مارچ میاشت کې د ملگرو ملتونو څیړونکو د سوریې پر حکومت تور پورې کړ چې په حلب او نورو سیمو کې یې لږ تر لږه پنځه وارې کلور، نومې زهرجن گاز کارولی دی. د زهرجن گاز د استعمال په خاطر د فبروري میاشتې په پای کې د ملگرو ملتونو امنيت شورا پر سوريې باندي د بندیزونو پریکړه د روسیې او چین د ویتو له کبله ناکامه شوه.
د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۳م کال کې د سوریې د پلازمېنې دمشق په ختیځ کې د زهرجن گاز په بریدونو کې شا او خوا ۱۴۰۰ انسانان وژل شوي. اپوزیسیون او لویدیځو هیوادونو د سوریې حکومت د دغه کار مسول وگاڼه. تر هغې وروسته په سوریه کې د ټولو زهرجنو گازو د زیرمو د ختمولو پر سر توافق وشو. خو کلور گاز په دغه بندیز کې نه راځي، ځکه چې له دغه گاز څخه د ملکي موخو له پاره هم کار اخيستل کیږي.
زموږ له ارشيف څخه: