«په سوریه کې بمبارۍ ملکیان وژلي دي»
۱۳۹۶ آذر ۶, دوشنبهد نوامبر میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو د سولې د خبرو اترو په درشل کې د سوريې حکومت چې د روسیې ملاتړ هم لري، په ټول هیواد کې بریدونه پیل کړي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د شنبې او يکشنبې په ورځو د دغو بریدونو په پایله کې په لسونو ملکي کسان هم وژل شوي دي.
د دغه سازمان په وینا د پلازمېنې دمشق په اطرافو کې د یاغیانو تر کنترول لاندې غوطه سیمه کې هوایي بمبارۍ او د توپونو فیرونو د یکشنبې په ورځ د څلور ماشومانو په شمول ۲۳ تنه وژلي دي.
د بشري حقونو د څار نوموړي سازمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دیر الزور ولایت کې د داعش په کنترول الشفاح کلي کې د ۲۱ ماشومانو په گډون ۵۳ ملکیان هغه وخت ووژل شول چې د روسیې په هوايي بمباریو کې د هستوګنې یوه ودانۍ ولګیده.
دغه سازمان چې د سوریې اپوزیسیون ته نزدې ګڼل کیږي په سیمه کې د خپلو سرچینو د شبکې پر مټ معلومات راټولوي. د دغه سازمان په وینا دوی په هوایي بریدونو کې استعمالیدونکي الوتکې د موقعیت، د پرواز له بیلګو او د استعمال شوو وسلو له لارې مشخصوي.
ګواښونکی بشري کړکیچ
د غوطه په ختیځ کې یاغیان کابو له اوو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو پر وړاندي جګړه پر مخ وړي. خو د حکومت له لوري کلابندي په سیمه کې د یوه بشري ناورین سبب شوې ده، چې خلک د دارو درملو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام په روانه اوونۍ کې په خپاره شوي یوه رپوټ کې ویلي دي چې د غوطه ختیځ ته د خوراکي توکي انتقال هم ورو دی او اوسیدونکي دې ته اړ دي چې خراب شوي خواړه وخوري او ماشومان هم هره ورځ خواړه نه شي تر لاسه کولای.
د اپوزیسیون ځایي شورا ویلي دي چې د حکومت له لوري د بمباریو زیاتیدو خلک دې ته اړ کړي دي چې په نا امنو سیمو کې پناه واخلي او ښایي دا کار د ناروغیو د زیاتیدو سبب وګرځي.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې د خبري اتري د نومبر پر ۲۸مه نیټه بیرته په ژنیو کې پیلیږي. تر دې دمخه د خبرو اترو څو دورې بې له کومې پایلې ختمې شوې وې. ښکیل اړخونه په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمیدو او یا د یوه سیاسي انتقال په هکله کوم توافق نه وو رارسیدلي.
(s.r/n.z (AP, AFP, Reuters
زموږ له آرشیف څخه: