په سوریه او عراق کې ګڼ شمیر آلمانان جهاد کوي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبهرسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د آلمان حکومت د شاوخوا ۱۰۰۰ داسې اسلامستانو په هکله معلومات ترلاسه کړي چې له آلمان څخه سوریې او عراق ته د جهاد له پاره تللي او د ترهګریزو ډلو په ملاتړ جنګیږي.
د «فونکه میدیا ګروپ» په نامه رسنۍ رپوټ ورکړی چې په عراق او سوریه کې د جنګیدونکو آلمانانو د شمیر په هکله دغه معلومات د آلمان فدرال حکومت د چپ اړخو د ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.
دیادې ورځپاڼې په دې رپوټ کې د آلمان حکومت د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې شخړه ایزو سیمو ته له آلمان څخه د تلونکو ټولو کسانو شاوخوا نیمايي یې آلماني پاسپورتونه لري.
د حکومت له لوري وړاندې کړل شوې شمیرې له آلمان څخه د یو زیات شمیر تلونکو جهادیستانو شمیر په ګوته کوي خو په عین وخت کې دغه شمیرې د دوو کلونو د پخوانیو شمیرو په پرتله بیا ټیټې دي.
د رپوټ په حواله د کردستان د کارګرو ګوند یا «پي. کا. کا» او د کردانو دموکراتیک اتحاد ګوند «پي. وای. ډي» ۲۴۳ تنه ملاتړ کوونکي هم له آلمان څخه وتلي دي ترڅو له خپلو متحدینو سره د اسلامي دولت جنګیالیو پر ضد وجنګیږي. آلمان د «پي. کا. کا» ګوند د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژني.
که څه هم د سوریې، عراق او ترکیې په زندانونو کې ګڼ شمیر آلماني اسلامستان لا هم د بند شپې او ورځې سبا کوي، خو بیا هم د دوی له جملې څخه د میرمنو او ماشومانو په ګډون یو شمیر یې بیرته آلمان ته راغلي دي.
په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د جوړیدو پر سر د خبرو پرمهال د انګلا میرکل په مشرۍ محافظه کاران او د حکومت ائتلافي ملګري سوسیال دموکرات ګوند په دې توافق ته رسیدلي چې د دوه ګوني تابعیت هغه جنګیالي چې په بهرنیو هیوادونو کې د ترهګریزو ملیشو په ملاتړ جنګیدلي وي، آلمان ته په بیرته راتګ سره به ترې آلماني تابعیت بیرته اخیستل کیږي.
د حکومت پر دغه پلان باندې بیا د آلمان د چپ اړخو ګوند د داخلي چارو شنونکي اولا یلپکه سختې نیوکې کړي او دغه اقدام یې د اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼلی دی. نوموړې د فونکه میدیا ګروپ په نامه دغې آلمانۍ رسنۍ ته وویل چې په دې اقدام سره به ټول هغه آلمانان هم جزا وویني چې د کردانو په ملاتړ د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې یې جګړه کړې ده.
زموږ له آرشیف څخه: