په سوريه کي د عمومي اوربند اعلان
۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبهد سوريې د دولتي تلويزيون د راپور له مخي دغه اوربند په هيواد کي د سولي او ثبات د ټينگښت له پاره خبرو اترو ته زمينه برابروي.
په دغه راپور کي راغلي دي چي په حلب کي پر مخالفانو باندي د پوځ برياوو اوربند ته زمينه برابره کړې ده.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هم د پنجشنبې په ورځ (۲۹ دسمبر) اعلان کړی دئ چي د روسيې او ترکيې توافق د اوربند سبب سوی دئ.
دا په داسي حال کي ده چي روسيه د بشار اسد ملاتړ کوي او ترکيې تر اوسه پوري د سوريې حکومت د مخالفانو پلوي کوله.
د پوتين د څرگندونو له مخي د ترکيې او روسيې توافق په سوريه کي اوربند تضمينوي. پوتين زیاته کړې ده چي دغه اوربند د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ مقدماتي خبرو اترو ته لاره اواروي.
پتېيل سوې ده چي دغه خبري اتري به د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کي تر سره سي. خو د دغو خبروي اترو دقيقه نېټه لا نه ده ښوول سوې.
د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، ويلي دي چي دغه اوربند د سوريې په زرونو مخالفانو منلی دئ او پر اوربند باندي به د څار په موخه د روسيې او انقرې ترمنځ تليفوني اړيکي ټينگي وي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاروروف ويلي دي چي د امريکا نوی ولسمشر دونالد ترمپ هم کولای سي چي د خپل کار له پيل سره د سوريې د سولي په خبرو اترو کي ونډه واخلي.
نور مطالب: