په سلونو افغانانو په پاریس ښار کې د ايران پر ضد لاريون وکړ
په پاريس ښار کې ميشتو افغانانو، افغان مهاجرو او کارګرو سره د ايران د وروستيو تاوتريخوالو په غبرګون کې لاريون وکړ. د دويچه ويله پښتو څانګې لوستونکي او د دغه لاريون سمبالونکي، امرالله صافي يې انځورنه راستولي، ويې ګورئ!
ريپبليک چوک
په فرانسه کې ميشت افغان اعتراض کونکي د پاريس ښار په مشهور چوک (ريپبليک) کې راټول شوي ول.
د لاریون انګيزه
د پاريس ښار د شنبې ورځې د لاريون اصلي انګیزه، د رپوټونو پر اساس په وروستيو کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا سيند ته د شاوخوا ۵۰ تنو افغانانو اچول او په يوه بله تازه پيښه کې د ايران په خاوره کې د يو شمیر افغان مهاجرو سوځول او ټپي کيدل وو.
د فرانسوي چارواکو همکاري
په پاریس ښار کې ميشت افغانان وايي وروسته له هغې چې دوی فرانسوي چارواکو ته په ايران کې د افغان مهاجرو د سوځيدو ويډيو وښوده هغوی د لاريون اجازه ورکړه.
امنيتي تدابير او همغږي
د لاريون سمبالونکي امرالله صافي دویچه ویله ته وويل چې دغه لاريون په پاریس ښار کې د «افغانانو مرکزي ټولنې» په نوښت د فرانسې پولیسو سره په همغږۍ په لاره واچول شو.
ولې د ایران سفارت مخته نه؟
امراالله صافي وويل چې د فرانسې چارواکو لومړی دوی ته د ایران سفارت مخې ته د ۳۵ کسانو د اعتراض اجازه ورکړې وه، خو د خلکو د ډيروالي له امله، لاريون ته د ريپبليک په نوم چوک انتخاب شو.
د ايران ضد شعارونه
په فرانسه کې ميشت افغان اعتراض کونکي د پاريس ښار په مشهور چوک (ريپبليک) کې راټول شوي ول. دوی ځانونو سره داسې پلاکاټونه هم ليږدول چې د ايران ضد شعارونه پرې ليکل شوي وو.
افغانان او ايرانيان اوږه په اوږه
په دغه لاريون کې د افغانانو تر څنګ په فرانسه کې میشتو يو شمير ايرانيانو هم ګډون کړی وو.
يو غږ يو مقصد
ايرانيانو هم افغانانو سره خپله خواخوږي ښودله او د ايران پر حکومت يې غږ وکړ چې د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي.
د ظلم پر وړاندې غږ اوچتول
په پاريس ښار کې افغان لاريون کونکو په خپله اعلاميه کې وويل که هر کله پر افغانانو ظلم کيږي دوی به يې پر ضد خپل اواز اوچتوي.
د لاريونونو پايلو ته تمې
صافی وايي، دوی ډاډمن دي چې دغه ډول سوليز لاريونونه به افغانانو، په ځانګړې توګه افغان مهاجرو له پاره ګټور واقع کيږي.
پر لاريونو ټينګار
د پاریس ښار د جون ۱۳مې لاريون ګډونوالو ويل که د افغانانو پر وړاندې هر هيواد غیرقانوني زورزياتی کوي، که هغه ایران وي، پاکستان يا بل، نو افغانان به يې پر ضد خپل آواز اوچتوي.
د سفارت مخې ته لاریون
امرالله صافی وايي چې د فرانسې پولیسو ورسره ژمنه کړې چې د غوښتنې په صورت کې به د ایران سفارت مخې ته هم د مظاهرې اجازه ورکړي.
د ایران ځواب ته انتظار
په فرانسه کې افغان مهاجر وايي اوس دوی د ایران غبرګون ته منتظر دي که چيرته مثبت ځواب ترلاسه نه شو بیا به لاریون کوي.
کرونايي لارښوونې
د لاريون د سمبالونکي په وينا، که څه هم اوس په فرانسه کې د ماسک تړل اجباري نه دي خو ډير شمير ګډونوالو احتياطاً ماسکونه تړلي ول.
د ایران ځواب ته انتظار
په فرانسه کې افغان مهاجر وايي اوس دوی د ایران غبرګون ته منتظر دي که چيرته مثبت ځواب ترلاسه نه شو بیا به لاریون کوي. چمتو کونکی: محمد کريم صالح/ ن.ص
د فرانسويانو ګډون
په همدې ورځ د پاریس په ريپبليک چوک کې له افغانانو علاوه شاوخوا ۲۰ زره فرانسویان هم په نړۍ کې له مهاجرو سره د تاوتريخوالو پر ضد راټول شوي وو.