په سعودي کي اصلاحات که د واک پر سر لوبه
په سعودي عربستان کې ځيني شاهزادګان او پخواني وزیران د فساد په تور نیول شوي دي. آیا د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د خپلو احتمالي سیالانو په کمزوره کولو سره پر حکومت کنترول ټینګ کړي؟
د فساد ضد کمیټې جوړول
د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د فساد پر ضد د پیل شوی کمپاین په ترڅ کې ۱۱ شاهزادګان، ۳۸ پخواني وزیران او ځيني مخکښه کاروباريان نیول شوي دي. دغه کسان د شنبې په ورځ وروسته له هغې ونیول شول چې پاچا سلمان د خپل زوی او ولیعهد محمد بن سلمان، په مشرتوب د فساد ضد یوه کمیټه جوړه کړه.
اصلاحات که د ممکنه سیالانو خاموشه کول؟
له نوي جوړي شوي کمیټې سره بېلا بېل واکونه شته. په دغو واکونو کې د نیولو امر صادرول، د شتمنیو کنګلول او پر سفرونه بندیزونه لګول شامل دي. څه موده مخکي شاهزاده سلمان په هیواد کي د فساد ختمولو هوډ څرګند کړی وو.
شاهزاده الولید بن طلال
الولید بن طلال د منځني ختیځ یو له شتمنو کسانو څخه شمیرل کیږي. هغه د لویدیځ په یو شمیر شرکتونو لکه ټویټر، روپرت مرډوک، سټي ګروپ، فور سیزن هوټل او نورو شرکتونو کې پانګونه کړې ده. هغه په منځني ختیځ کې یو له شتمنو کسانو او همداشان په زغرده د خپل نظر څرګندونکی بلل کيږي.
رسمي تائید لا نه دی شوی
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په نیول شوو کسانو کې د مالیې پخوانی وزیر ابراهیم الاصف او د شاهي محکمې پخوانی مشر خالد التویجري هم شامل دي. خو په دې هکله د سعودي حکومت کومه څرګندونه، نه ده کړې او نه هم په رسمي توګه د دغو نیولو رپوټونه تائید شوي دي.
ډیر څه ډیر ژر پیښیږي
د نورو تحولاتو په ترڅ کې له شاهزاده متعب بن عبدالله څخه د ملي ګارد مشري اخیسې او خالد بن ایاف ته یې سپارلې ده. دغه اقدام ته د پاچا سلمان او د هغه د اولادونو پر واک باندې د خپل کنترول د ټینګولو د یوې هڅې په سترګه هم کتل کیږي. له بله اړخه د لبنان لومړي وزیر سعد حریري له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او اوس هم په ریاض کې دی. لیکوال: عاصم سلیم