په زندان کي د ښکلا ملکې سيالي
د برازيل د ښځو په يوه زندان کي د ښکلا ملکې سيالۍ ډيري په زړه پوري وې. په دغو سياليو کي بريا اسانه کار نه وو. انځوريز راپور ئې دلته کتلای سئ.
سينگارتون
د برازيل د ريو ښار د ښځو په تلاويرا- بروسي زندان کي د ښکلا ملکې سيالو ته تياری. دلته ښځي سيالو ته ځانونه سينگاروي.
د دغه زندان له ۴۴۰ بنديانو څخه يوازي لس تنې يې فاينل ته ځي. د سياليو د گټونکي له پاره يوازي معيار نه بلکي ښه رهبري هم مهمه ده.
په دغه زندان کي ډيري بندۍ ښځي د مخدرو موادو دوسيې لري. د برازيل د عدليې وزارت د معلوماتو له مخي له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۴م کاله پوري د ښځو بنديانو سلنه ۶۰۰ سلنه لوړه سوې ده. په کال کي يووار د دوی له پاره دغه سيالۍ ښه ساتيری دی.
په سياليو کي گډون کوونکي اوس دريځ ته رواني دي، څو هلته د خوب په کاليو کي ځانونه وښيي. د سياليو گټونکي ته يوه بادپکه په پام کي نيول سوې ده. دوهم ځای چي هر چا خپل کړ جايزه يې د ويښتانو وچولو ماشين دی.
د دريځ پر سر د سياليو پيل. دلته بايد گډونکونکي پرځان ډېر باور ولري څو نندارچيانو ته وښيي چي د زندان د ښکلا ملکه ده.
سږکال د دغو سیاليو گټونکې (په انځور کي ښی اړخ ته) مايانا الويز سوه. له هغې سره د تيرکال گټونکي هم ولاړه ده. تر سياليو گټلو وروسته هغې وويل: «زه نه پوهيږم چي څه ووايم. زه يوازي دومره وايم چي فکر نه کوم په زندان کي يم.»
دا د سياليو د گټونکي پر اوږې خال وهنه ده. هغه وايي چي له زندانه وتل خو به ډېر ښه وي، خو اوسنې حالت هم د قبلېدو وړ دی.
دغو سياليو ته هغه بندياني خپل د کورنيو غړي هم راغوښتلای سي چي فاينل ته رسېدلي وي. په انځور کي يوه بندۍ له خپلو څلور ماشومانو سره.