په زرونو ايټالويانو د مهاجرت فرمان پر ضد مظاهرې وکړې
۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبهد ايټاليا په پلازمينه روم ښار کې په زرونو خلک واټونو ته راوتلي تر څو د حکومت د مهاجرت سياست پر ضد مظاهرې وکړي. ښي اړخو او د توکم پرستۍ مخالفانو، پر واټونو له ځانه سره داسې پلاکاټونه ليږدول چې ورباندې «د تورپوستانو ژوند مهم دی» او «ښه راغلاست د ټولو له پاره»، شعارونه ليکل شوي ول.
د مظاهرو د تنظيمونکو په وينا، په دغو مظاهرو کې د ګډون په موخه، د ايټاليا د شاوخوا ۵۰ ښارونو څخه خلک روم ته راغلي تر څو د مهاجرت قانون د لا اسختيدو پر ضد اعتراضونه وکړي.
د ايټاليا سنا يا مشرانو جرګې د پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو د وزير ماتيو سالويني يو فرمان تصويب کړ کوم چې د مهاجرو اخراج اسان او د قبولۍ له پاره بشري دلايل عملاً حذفوي.
حکومت دغه راز غواړي د نوو قوانينو په رڼا کې، د پناه غوښتونکو د ويش او د هغو د هستوګنځايونو چارې له سره تنظيم کړي. په دې اساس بايد ډیری پناه غوښتونکي د مهاجرو د اوسیدو په لويو مرکزونو کې ځای پر ځای کړل شي.
د اخراج په موخه په څيړنو کې چټکتيا
په دغه فرمان کې د امنيتي مسايلو اړوند مواردو کې دا هم په نظر کې نيول شوي چې د برقي شارت ورکونکو تومانچو استفاده دې ډيره او د مهاجرو له شتونه د هستوګنځايونو د تخلیه کولو چارې دې لا اسانه کړل شي.
سربيره پر دې، هغه پناه غوښتونکي چې «خطرناک» ارزول کيږي بايد د ېوې چټکې څيړنې وروسته له ايټاليا څخه اخراج شي. همدا ډول هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې د څيړنې په موده کې د درانه جرم مرتکب ګرځي هم په چټکۍ اخراج کړل شي.
د ايټاليا ائتلافي حکومت چې د مهاجرو ضد ګوند او د پنځو ستورو عوامپاله خوځښت څخه جوړ دی، په پارلمان کې يو غوڅ اکثريت لري چې دې سره به ښايي د دغه قانون د تصويب له پاره وروستی خنډ هم له مخې لرې شي.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په دې اړه خپله انديښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي چې دغه قانون نه شي کولای د انسانانو له پاره «مناسب تضمينونه» وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د شکنجو او جنسي تاوتريخوالو قربانيانو او هغو انسانانو له پاره چې حفاظت ته اړتيا لري.
د عيسی د خدماتو د ټولنې په نوم دفتر يا یسوعيان هم دغه فرمان يو غير موثر او د مهاجرت د پيچلې موضوع له پاره نامناسب ګڼلی دی. په روم کې د دغې ټولنې کارپوه نترو ستالي وويل چې دغه تدابير د سياسي کمزورتيا ښکارندويي کوي کوم چې د عاجلو ارزونو په نتيجه کې جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه فرمان کې د مهاجرت موضوع ته، «په يو خطرناک پوښښ کې» د امنيت له موضوع او نورو بشپړو متفاوتو حقوقي مسائلو؛ لکه: ادغام، تابعيت او د کار بازار ته د لارموندنو سره تړاو ورکړل شوی دی.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: