په روم کې د لاریون کوونکو مهاجرینو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب
د روم په پیازا انډیپینډینزا کې د پولیسو له خوا له یوې څلور لارې د مهاجرینو د ایستلو له امله سختې نښتې شوي. د ځواک استفادې سیاسي جنجالونه هم راپارولي دي.
د تخلیه کولو پر وړاندې مقاومت
د روم د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه پیازا انډیپینډینزا ته ایټالیوي پولیس د پنجشنبې په سهار راورسیدل څو دغه سیمه له را ټولو شوو مهاجرینو تخلیه کړي. له ایریتیریا او ایتوپیا څخه شاوخوا ۱۰۰ مهاجرین د شنبې ورځې راهیسې هغه مهال چې سیمې ته څیرمه له یوې ودانۍ وایستل شول، په دې ځای کې میشت شوي وو.
مخ پر ډیریدونکې بلوا
هغه مهال چې لاریون کوونکو مهاجرینو پر پولیسو باندې د لرګیو او تیږو ګوزارونه پیل کړل، پولیس اړ شول چې اوښکې بهوونکی ګاز او له اوبو څخه کار واخلي. په یوه خپره شوې اعلامیه کې پولیسو ویلي چې ځینې مهاجر د ګازو په بوتلونو سمبال وو او ځینې یې استفاده کړي. پولیسو ویلي چې یو شمیر پولیس افسران په بوتلونو او تیږو ویشتل شوي او مرچ لرونکې سپرې ورباندې کارول شوې. پولیس وايي دوه کسان یې نیولي دي.
له ځواک او زور څخه ډیر کار اخیستل
بې پولو ډاکټرانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۳ مهاجرین ټپیان شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان د چارواکو لخوا له زور څخه کار اخیستل غندلي دي. په ایټالیا کې د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر، ګیاني روفیني ویلي چې «د پولیسو عکس العمل، د هغوی کړنې او د تجهیزاتو کارول په بشپړه توګه بې تناسبه دي او دا د منلو نه دي.»
«موږ ترهګر نه مهاجر یو»
تر تخلیې وروسته، ځینې مهاجرین د ریلونو مرکزي تم ځای ته څیرمه د سړک پر غاړه میشت شول او وروسته په ډلو ډلو سره یې قدم وهل پیل کړل او د ریلونو تم ځای ته څیرمه یې سړکونه بند کړل. دوی نارې وهلې چې «موږ ترهګر نه بلکې مهاجر یو» او ځینو نارې وهلې چې «ایټالیا شرم وکړه». دغه ډله کسان بیا یوځای سره راټول شول چې پولیسو یې د پاشلو هڅه کوله.
د میرمنو غږونه
یوې میرمنې وویل چې دوی [پولیسو] موږ له ویښتو نیولو، او ان په لرګیو یې وهلي یو. دا بد کار دی، موږ سیاسي مهاجرین یو او موږ قانوني اسناد لرو. په تخلیه شوې ودانۍ کې زیاتره مهاجرین له ۲۰۱۳م کال راهیسې میشت وو.
سیاسي کړکیچ
د تخلیه کولو دغې هڅې پراخ سیاسي کړکیچ رامنځته کړی. دغه نیوکې په ځانګړې توګه د روم ښاروال ته متوجه دي. سیمه ایزه حکومتي اداره او د ایټالیا پر دموکرات ګوند هم سختې نیوکې شوي دي. په ورته وخت کې نیمه ښي اړخو د چارواکو د دغه اقدام او عکس العمل هرکلی کړی.
په ایټالیا کې ننګونې
دغه نښتې په ایټالیا کې د وروستیو ننګونو یوه تازه بیلګه ده. ایټالیا ته هر کال له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه په زرهاوو تازه مهاجرین رسیږي. د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ایټالیا ته له ۹۷ زره څخه ډیر مهاجرین رسیدلې دي.