په روسيه او قزاقستان کې سېلابونو سخت زيان اړولی دی
د روسیې او قزاقستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د نورو په زرونو کورونو تر اوبو لاندې کيدو ګواښ موجود دی. يو ځل بيا ښارونه او سيمې تخلیه کیږي.
سخت سېلابونه
روسیه او قزاقستان د څو لسیزو تر ټولو ناوړه سېلابونو سره لاس او ګريوان دي. د کورګان او اورینبرګ ښارونه ډېر اغیزمن شوي. تر اوسه تر ۱۵ زرو ډېر د استوګنې کورونه تر اوبو لاندې شوي دي. په ډېرو ځایونو کې د اوبو کچه لا پر لوړيدو ده او چارواکو پر اوسيدونکو غږ کړی دی چې له کورونو ووځي.
سيندونه له څنډو را اوښتي
سيندونه له غرونو څخه ویلې شوې واوره او د شديدو اورښتونو اوبه ميدانونه ته انتقالوي او چې دا اوبه د روسیې په جنوب اورال سيمه، جنوب لویدیځې سايبيريا او د قزاقستان په شمال کې د کابو۸۰ کلونو د تر ټولو ناوړه سېلابونو باعث شوي دي.
په قزاقستان کې خلک تخليه شوي
د قزاقستان د شمال پتروپاول ښار چې د روسیې پولې ته څېرمه پروت دی، ډېر اوسيدونکي یې په بيړنيو سرپناو کې ځای پر ځای شوي دي. د رويترز خبري آژانس په حواله په دې منځ کې تر ۱۱۷ زرو ډېر کسان بايد خپل کورونه او اپارتمانونه خالي کړي. يوې ۶۷ کلنې متقاعدې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه یې پرون [له کوره] را وايستلم او ۱۵ دقيقې وروسته اوبه راغلې.»
اوبه پر لوړېدو دي
د تابول سيند چې له اورال سيمې څخه د لویدیځې سایبیريا کښته پرتې سيمې ته بهيږي تر ۱۶۰۰ کيلومترو ډېر واټن وهي. د روسیې د حکومت د بيړنيو خدماتو عملې سېلاب ځپلو سيمو ته ځانونه رسولي دی. اړونده وزارت ويلي دي: «د تابول سيند د اوبو کچه په چټکۍ د لوړېدو په حال کې ده.» په کورګان ښار کې د بريښنا پرې کيدو له کبله په سونه اوسېدونکي اغیزمن شول.
د میليونو روپو زيان رسېدلی
د اورينبرګ سيمې څخه ديمتري ډراګوشانتيو، د خپل کور په پخلنځي کې په اوبو کې ولاړ دی. د اورال د سيمې سيند د اوبو کچې په ريکارډ کچه لوړيدو له وجې د نوموړي کور هم اوبو لاندې کړی دی. پر شخصي کورونو سربیره سېلابه ډېرې زيربناوې هم زیانمنې کړي دي چې ډېری سړکونه او پلونه هم پکې شامل دي. د اورينبرګ سيمې چارواکو اټکل کړی دی چې تر اوسه پورې د تقريباً ۴۰۰ ميليونو يورو زيان رسيدلی دی.
ناوخته خبرداری او په مرستو کې خنډونه
له اوونيو راهېسې سيندونه له حده ډېر ډک شوي او تر اوسه سېلابونو په روسیه کې څه نا څه ۱۳۹ ناحیې او ۳۳ سيمې لاندې کړي دي. ډېر روسان شکايت کوي چې د چارواکو له خوا په سم وخت خبرداری نه دی ورکړل شوی او مرستې هم ډېر ورو پر مخ روانې دي. د څښلو اوبه کمې دي او د عفوني ناروغيو خطر مخ پر ډېريدو دی؛ د هېپاتايت ای واکسين پيل شوی دی.
«تاسې ټول په خطر کي ياست»
په داسې حال کې چې په ځينو سيمو کې اوبه د ټېټيدو په حال کې دي، په نورو سيمو کې بيا ښارونه تخليه کيږي. په کورګان کې بيړنی وضعيت اعلان شوی دی او له تومسک او بورجاتين سیمې څخه هم د سېلابونو خبرونه ورکړل شوي دي. د لویدیځې سايبيريا د تجومن سيمې ګورنر اليکساندر موور په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی وو: «تاسې ټول په خطر خبر ياست.» د ایشیم ښار اوسيدونکي باید ژر تر ژره له خپلو کورونو ووځي.
ډېر ژوي او څاروي هم اغيزمن شوي
کوڅه ډب سپي او پېشوګانې او همدا راز اهلي حيوانات هم د سيلاب له يخو اوبو څخه د ځان ژغورلو هڅه کوي او د خالي شويو کورونو چتونو ته ځانونه رسوي. ځيني اوسيدونکي په منظم ډول په ربړي کښتيو کې بيرته خپلو کورونو ته راستنیږي څو څارویو ته خواړه ورکړي. په اورینبرګ سیمه کې د اورال د سيند اوبه وار په وار مخ پر کمیدو دي خو يو بند یې ډک شوی دی او د توکای سيمه ګواښي. په وضعيت کې تغير لا نه ترسترګو کیږي.