په روزګان کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي
۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبهد امریکا د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو اعلان کړی دی چې د افغانستان په سویل روزګان ولایت کې د یوه برید په پایله کې یو تن امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دغو ځواکونو په حواله ټپي شوي امریکایې سرتیرې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغاني سرچينو په حواله رپوټ ورکړی دی چې پر امریکایي سرتیرو دغه برید د افغانستان په جنوبي ولایت روزګان کې ترسره شوی دی. وروسته بیا د طالبانو سخت دریځې اسلامي ډلې د یوه افغان سرتیري ستاینه وکړه چې دغه برید یې ترسره کړی دی. په داسې حال کې چې دوی پخپله د دغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري د ناټو د قاطع ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې مستقر دي. د ۲۰۱۷ م کال په جولای میاشت کې هم درې تنه امریکایي سرتیري په ننګرهار ولایت کې د یوه افغان عسکر له خوا وژل شوي ول.