په روان کال کې له کوم هيواد څخه جرمني ته څومره مهاجر راغلي
د مهاجرو او پناه غوښتني له پاره د آلمان فدرالي ادارې د احصایو په حواله، هغه لس هیوادونه چې په ۲۰۱۷ م کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو لوړه سلنه لري، په دې انځوريز راپور کي وړاندي شوي.
په ۲۰۱۷م کال کې له ارزبایجان هیواد ۴۷۴ تنه (۳ سلنه) مهاجر آلمان ته راغلي دي، نو په دې اساس د مهاجرو د اصلي هیواد په توګه د فیصدۍ له مخې په لسم مقام کې ځای لري.
ترکيې له ۵۸۰ مهاجرو سره - ۳،۶ سلنه - په ۹ مقام کې ځای نیولی.
سومالیا له ۵۸۴ مهاجرو سره - ۳،۶ سلنه - ۸ مقام لري.
ارمنستان ۶۰۲ مهاجر- ۳،۷ سلنه - ۷ مقام
نایجیریا ۶۷۴ مهاجر- ۴،۲ سلنه- ۶ مقام
ایران ۸۸۸ مهاجر - ۵،۵ سلنه - ۵ مقام
اریتیریا له ۹۸۵ مهاجرو سره - ۶ سلنه - ۴ مقام
عراق ۱۲۴۵ مهاجر - ۷،۸ سلنه - ۳ مقام
افغانستان ۱۴۴۲ مهاجر - ۹ سلنه - ۲ مقام
همدارنګه په ترتیب سره یو وار بیا هم سوریه په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې د ۱۶،۷ سلنه یا ۲۶۴۵ مهاجرو سره په دې لوملړ کې لومړی مقام نیولی دی.
انځورونه
1 | 10انځورونه