په راتلونکې کي به په برقي الوتکو کي پرواز وکړو؟
په الوتکو کې سفر کول چاپیرال ته زیان رسوي. خو آیا امکان لري چې د چاپیريال له پاره هوايي سفرونه بند کړو؟ خو که چیرته برقي الوتکې کامیابه شي، بیا نو بې له فکره هوايي سفرونه امکان لري.
کوچنۍ، سپکې او د ګازاتو له تولیده پرته الوتکې
د زرغونې انرژۍ پرمټ پرواز کوونکې الوتکې کاربن دای اوکساید او نایتروجن اکساید په څیر چاپیریال ته مضر نور ګازونه نه تولیدوي. دغه راز الوتکې کوچنۍ، سپکې او ډیري اغیزناکه دي. د سلوانیا الفا الیکترو شرکت په دې برخه کې له وړاندې نه په ۲۰۱۵م کال کې هڅې پیل کړي، هغه مهال چې د دوی الوتکو خپل لومړنۍ پرواز ترسره کړ.
بس ته ورته الوتکه
زیاتره ساینسپوهان د سیمه ایزو سفرونو له پاره د بریښنايي الوتکو راتلونکی ښه ویني. اسرائیلي شرکت «اوییشن» په پام کې لري چې ۹ کسیزه الوتکه معرفي کړي. دغه الوتکه به د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سفر ظرفیت ولري او ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې به آسمان ته پورته شي.
له ځمکې پورته، خو ګټور سفر
د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د آلماني شرکت «لیلیوم» هوايي ټکسي خپل لومړنی کامیاب سفر وکړ. دغه پنځه کسیزه الوتکه له ځمکې څخه په عمودي ډول الوزي او بیرته کښیني او کولی شي چې په یوه ساعت کې ۱۹۰ مایله سفر وکړي. په دې معنی چې په یوه ساعت کي له پاریس څخه لندن ته ځان رسوي. د دې شرکت هدف دا دی چې خلک یوه ورځ وکولی شي، د موبایل د یوه اپلیکشن له لارې د یوې عادې ټیکسي په بیې خپله الوتکه دربست او سفر وکړي.
د نوي عصر او پخوانۍ زمانۍ څخه جوړه الوتکه
ځیني شرکتونه لا هم په بشپړه توګه بریښنايي ټکنالوجۍ ته مخ نه اړوي. د ۲۰۱۷م کال په نوامبر میاشت کې، ایربس، رولز رایس او زیمنس اعلان وکړ چې دوی غواړي په ګډه یوه داسې سوداګریزه الوتکه جوړ کړي چې نیمه برقي او نیمه د تیلو پرمټ پرواز وکړي. دغه شرکتونه غواړي چې د الوتکې د دوهم ګازي تربین پرځای یو بل بریښنايي تربین نصب کړي. ټاکل شوې چې لومړۍ بیلګه به یې په ۲۰۲۰م کال کې معرفي شي.
هغه وخت چې نارنجي زرغونیږي
د بریتانیا د «ایزي جیت» شرکت په پام کې لري چې لا ډیره چاپیریال دوسته الوتکه تولید کړي. دوی د دې کار له پاره د «رایت الکتریک» په نامه له یوه امریکايي شرکت سره لاس یو کړی. هدف دا دی چې داسې یوه الوتکه تولید کړي چې په بشپړه توګه برقي وي او د ۱۵۰ مسافرو د انتقال ظرفیت ولري. دا لا معلومه نه ده چې د دوی لومړۍ الوتکه که به کله معرفي شي.
بریښنايي راتلونکی
کارپوهان په دې باور دي چې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې موږ د دې ظرفیت او وړتیا ولرو چې بریښنايي الوتکې به الوزوو. په دې برخه کې فعال زیاتره شرکتونه په دې هڅه کې دي چې د ۱۵۵ نه نیولې تر ۶۵۰ مایلونو د سفر ظرفیت لرونکې الوتکې جوړې کړي. څوک پوهیږي چې یوه ورځ به د نړۍ له یوې برخې څخه بلې برخې ته په برقي الوتکو کې سفرونه کوو. هیلې ډیرې دي، خو انتظار په مخ کي دی.