په دنمارک کي د مهاجرت منخنيوی او حوصله شکني
د جون په ۵مه نېټه په دنمارک کي پارلماني ټاکنې کېدونکي دي. حکومت غواړي د مهاجرو د حوصله شکنۍ په مرسته خپل ملاتړي زيات کړي. د کېرسهوفه ګارد مهاجر کمپ يې يوه بېلګه ده:
د بندي خانې او مهاجر کمپ تر منځ
د يوتلند د سيمي په کوچني کلي کي د کېرسهوفه ګارد مهاجر کمپ د پناه غوښتنې په تړاو د دنمارک د سياست ښکاروندوي کوي. دلته يوه پخوانۍ بنديخانه د مهاجرو په کمپ بدله کړل سوې ده. چيري چي پخوا مجرمين ساتل کېدل اوس هلته پناه غوښتونکي د خپلې دوسيې د ارزيابي انتظار باسي. خو په دغه کمپ کي په اخراج مکلف سوي مجرمين هم ساتل کيږي او په دې توګه د بنديخانې نوم ورڅخه په بشپړه توګه نه دی ايسته سوی.
ميعادي اوسېدنه
د دانيل کرستيانزن اصلي نوم علي عدنان دی. له کوم وخت راهيسي چي دغه عراقی عيسويت ته اوښتی دی، غواړي ورته په نوي نوم خطاب وسي. هغه له يو کال څخه زيات وخت په کېرسهوفه ګارد کي اوسيږي. که د دنمارک د حکومت خوښه تطبيق سي نو هغه بايد ژر تر ژره عراق ته اخراج سي.
د مخنيوي او حوصله شکني سياست
دانيل کرستيانزن په ډېر تنګ ځای کي د سلونو نورو هغو مهاجرو سره يوځای په دغه کمپ کي اوسيږي چي له دنمارک څخه په اخراج مکلف سوي دي. د دې له پاره چي له سره نوي مهاجر دنمارک ته د مهاجرت اراده ونه کړي، نو د دنمارک حکومت د حوصله شکنۍ او مخنيوي له پاليسۍ څخه کار اخلي. د منځني ښې اړخي ګوندونو اقليتي حکومت اعلان کړی چي رد سوي مهاجر به د دنمارک يوې جزيرې ته ولېږدوي.
په کلي کي يو بل کلی
بهزاد مرادي په ايران کي د سلماني کار کاوه. اوس هغه په مهاجر کمپ کي د نورو مهاجرو ورېښتان جوړوي. دلته اوسېدونکي مهاجر په يو ډول دې ته مجبوره سوي چي ورڅخه يوه ټولنه او په دې توګه په کلي کي يو بل کلی جوړ سي. خو دا هغه څه دي چي د پارلمان اکثريت يې مخنيوی کول غواړي. د قانون يوه مسوده وړانديز کوي چي هغه ودانۍ چي پکښي څوک ژوند نه کوي و پانګه والو ته ورکول سي څو هغه له سره جوړي کړي.
د پښو اوږده لاره
ايرانی مهاجر هوشنګ هاشمي د مهاجر کمپ په تاريکو لارو کي روان دی. له دغه ځای څخه ښار ډېر ليري دی. حکومت د مهاجرو د حوصله شکنۍ او د مهاجرت د مخنيوي خپل سياست ته ادامه ورکوي. د آزاد محافظه پال ګوند اقليتي حکومت غواړي په دې توګه د ښې اړخي عوامپال «دنمارکي ګوند» ملاتړ د ځان سره وساتي. بېله دغه ملاتړه اقليتي حکومت ناشونی دی.
د ډوډۍ دولتي پلان
په کېرسهوفن ګارد کي د ژوند د ټولو چارو انتظام د دولت له خوا دی. د کمپ اوسېدونکي درې واري پخه ډوډۍ تر لاسه کوي او اجازه نه لري چي خپله يو شی پوخ کړي يا يې په لاس راوړي. بېله فرقه چي راتلونکي ټاکنې به څوک وګټي، د مهاجرو په وړاندي د دنمارک سخت سياست به ادامه ولري. سوسيال ديموکرات ګوند ويلي چي د بريا تر لاسه کولو په صورت کي به د مهاجرت په تړاو په سياست کي بدلون نه راولي.
راتلونکي ته هيله مندي
د ايران سره تړاو لرونکي کريم عزيزي د ټولو خبرو باوجوده خپل په ژوند کي خوشالي له لاسه نه ده ورکړې. دمګړی داسي نخښې سته چي د جون په پنځمه نېټه د ټاکنو وروسته به حد اقل د مهاجرت په تړاو سياست لا نور سخت نه سي. د اروپا په ټاکنو کي ښې اړخه عوامپال او مهاجر ضد ګوند «دنمارکي ګوند» په لوړه اندازه رايي له لاسه ورکړې. نظر پوښتني ښيي چي ښايي کيڼ ائتلاف حکومت په لاس راوړي.