په دغو ۱۲ هیوادونو کې ماشومان ابتدايي ښوونځیو ته له تګه محروم دي!
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د هغو ماشومانو په هکله معلومات او شمیرې را ټولې کړي دي چې د مختلفو عواملو له کبله ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
۱. سومالیا
د یونیسف د شمیرو له مخې په سومالیا کې د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو برابر د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۷۶ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
۲. جنوبي سوډان
په جنوبي سوډان کې بیا د هغو ماشومانو له ډلي څخه چې ابتدايي ښوونځي ته بايد ولاړ شي، ۷۴ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
۳. لیبریا
د یونیسف د شمیرو له مخې په لیبریا کې بیا د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۵۷ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
۴. چاد
یونیسف وايي چې په چاد هیواد کې بیا د ټولو ماشومانو ۵۰ سلنه یې ابتدايي ښوونځیو ته نه ځي.
۵. نایجر
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په نایجر کې بیا د داسې ماشومانو شمېر چې ابتدايي ښوونځي ته نه ځي ۵۰ سلنه ښوول شوی دی.
۶. بورکینه فاسو
په بورکینه فاسو کې بیا د دغه شان ماشومانو اندازه ۴۸ سلنه ښوول شوې ده.
۷. مالي
په مالي کې هم د ابتدايي ښوونځي پر شرایطو د برابرو ماشومانو له ډلې څخه ۴۷ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
۸. گيني
په گيني کې بیا د ابتدايي ښوونځي پر شرایط د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې ښوونځي ته نه ځي.
۹. استوايي گیني
په افریقايي استوايي ګیني هیواد کې بیا د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
۱۰. ګیني بيساو
د ګيني بیساو په نامه بل افریقايي هیواد کې بیا د داسې ماشومانو شمېر چې ابتدايي ښوونځي ته نه ځي، ۳۸ سلنه ښوول شوی دی.
۱۱. افغانستان
په افغانستان کې د ابتدايي ښوونځيو پر شرایطو د برابر ماشومانو له ډلې څخه ۶۳ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.
۱۲. پاکستان
په پاکستان کې د ټولو ماشومانو له ډلې څخه ۳۶ سلنه یې ابتدايي ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.