په دغو اتو کارونو سره هرڅوک چاپيريال ساتلای شي
اقلیمي بدلونونه او د چاپیریال ستونزې تر پخوا ډیرې شدیدې شوې دي. هر څوک کولی شو چې په ژوند کې د دغو اتو کارونو په کولو سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.
مسوولانه سفر کول
د لنډ واټن سفر له پاره باید هڅه وشي چې سړی پر بايسکل ولاړ شي او یا هم پیاده تګ وشي. په دې توګه نه یوازې زموږ روغتیا ته ګټه رسیږي، بلکې د کاربن دای اوکساید د تولید مخه هم نیسو. په همدې ترتیب د الوتکې پر ځای د اورګاډي کارول هم د اقلیمي تغیراتو په بدلون کې کمښت راوستلی شي.
چاپیریال ته د مناسبو توکو اخیستل
د توکو د رانیولو پرمهال باید ډیر پام وشي، ځکه د پخوا په پرتله نن ورځ د توکو د رانیولو پرمهال انتخابونه ډیر شوي دي. نو ښه به دا وي چې مخکې له دې چې یو شی رانیسو، باید فکر وکړو چې آیا اړتیا ورته لرو او که نه.
د خوراکونو له اصراف څخه مخنیوی
آیا پوهیږي چې په نړۍ کې د ټولو تولید شویو خوراکي توکو یو پر دریمه برخه ضایع کیږي؟ په دې برخه کې موږ کولی شو هڅه وکړو چې د خوراکي توکو ضایعات حد اقل ته راټیټ کړو. کولی شوی چې پاتي شوي خوراکونه مصرف کړو او یا دا چې له پاتې شویو خوراکونو د نویو ابتکاراتو له لارې نوي خوراکونه چمتو کړو. سربیره پر دې کولی شوي چې نه کاریدونکي خوراکي توکي په سطل کې وساتو او په کوډ باندې یې بدل کړو.
د برقي وسایلو بندول
که څه هم نن ورځ انسانان د بل هر وخت په پرتله ډیر د انترنت له لارې یو له بل سره وصل شوي دي خو بیا هم هڅه باید وشي چې څراغونه، لپ ټاپونه او نور برقي وسایل د نه کاریدو په صورت کې خاموش او یا هم بند کړل شي. په دې توګه د انرژۍ په سپما کې هم مهم نقش لوبولی شو او د بریښنا له پاره د پیسو مصرف به هم راټیټ شي. کله چې دغه کارونو یو څو ځله تکرار شي، بیا نو ډیر ژر په یوه عادت بدلیږي.
خپل غږ باید اوچت کړو!
د اقلیمي بدلونو د مبارزې په برخه کې هرڅوک باید خپل غږ اوچت کړي. دغه څه نه یوازې د اعتراضونو له لاري کیږي، بلکې کولی شو چې ځايي سیاستوال هم وهڅوو چې د اقليمي بدلون له ستونزې سره د مبارزې په برخه کې لاس په اقدام پورې کړي. په دې برخه کې اړ یو چې خپل معلومات ډیر کړو او له خپلو دوستانو او کورنیو سره یې په هکله خبرې وکړو. د اعتراض او خبرو ځواک ته په کمه سترګه مه ګورئ.
غذایي تنوع
موږ ټول کولی شوی چې د خپلو خوراکونو عادتونه بدل کړو او لا یې سالم کړو. د غوښې او لبنیاتو له پاره د څارویو ساتل د ځنګلونو د له منځه تلو او د کاربن دای اوکساید د ګازو د تولید یو عمده دلیل شمیرل کیږي. له نباتي تولیداتو او میوو په کارولو سره او د غوښې د تولیداتو په کم کارولو سره کولی شو چې د چاپیرال په برخه کې د خپل منفي نقش په کچه کې کمښت راولو.
د توکو بیا کارول
د توکو بیا کارول د اقليمي بدلون د مبارزې په برخه کې مهم دي. په سمندرونو کې د پلاستیکي توکو منفي اغیز د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیر واضح کیږي. د توکو بیا کارول د دې سبب ګرځي چې دغه راز تولیدات کم تولید شي. سربیره پر دې، له کارول شویو توکو کولی شو نور نوي توکي جوړ کړو. د بیلګې په توګه له پلاستیکي بوتلانو څخه ولې څراغ او یا هم د مرغانو له پارې خونې جوړې نه کړو؟
په طبعیت کې ګرځیدل
له خپلو کورنو څخه ووځئ او د طبعیت له ښکلاګانو خوند واخلئ. که څه هم دغه کار له اقلیم سره مستقیمه اړیکه نه لري خو بیا هم د ښکلو ځایونو په لیدو سره موږ ته داسې فکر پیدا کیږي چې له دغو ځایونو ښه پالنه او ساتنه وکړو او د اقليمي بدلونو د منفي اغیزو د مخنیوي له پاره لاس په کار شو.