په خوست کي لوی اختر د کرونا په پاندمي کي
د خوست په ټولو ولسواليو او په همدې شان مرکز کي د لوی اختر لمونځ په عيدګاؤ کي تر سره شو. په دې ترڅ کي امنيتي تدابير هم نيول شوي ول د کرونا په تړاو سپارښتنې په زياتو ځايونو کي عملي نه شوې:
د کرونا په تړاو سپارښتنې له پامه غورځول شوي
په خوست کي هم چارواکو پر خلکو ږغ کړی وو چي د کرونا پاندمي له کبله د اختر د لمانځه پر وخت اړين احتياطي تدابير په پام کي ونيسي. خو د خوست نژدې په ټولو ولسواليو کي د اختر د لمونځ پر وخت ياد تدابير له پامه غورځول شوي ول.
ډير سپين ږرو هم د لوی اختر په لمونځ کي برخه واخيسته
دولتي چارواکو او په همدې شان مدني ټولنو په زياته د زړو انسانانو په هکله سپارښتنه کړې وه چي د لوی اختر په لمانځنو کي له اړين احتياط څخه کار واخلي چي د کرونا له ويروس څخه په امان پاته شي. خو په خوست کي چي کوم د اختر لمونځونه تر سره سول ډيرو سپين ږرو هم پکښې ګډون کړی وو. دا په داسي حال کي چي ټولنيز واټن په پام کي نه و نيول شوی.
غاړه په غاړه مبارکيانې
د اختر تر لمانځه وروسته يو بل ته د غاړي ورکولو مبارکۍ. دا په داسي حال کي چي وړانديز سوي د کرونا څخه د ځان ساتنې په مقصد د پوزې او خولې پټولو ماسکونه تقريبا هيڅ نه تر سترګو کېدل.
په ځينو ځايونو کي لمونځ کوونکو ټولنيز واټن وساته
د خوست په هره ولسوالي کي په مقرره عيدګاؤ يا د اختر د لمونځ کولو په ډګرونو کي لمونځ تر سره سو. په دې ترڅ کي په ځينو ځايونو کي داسي هڅې هم وشوې چي لمونځ کوونکو کوښښ کاوه چي د کرونا څخه د ځان ساتنې په تړاو سپارښتنو ته مثبت جواب ووايي.
تر شنه آسمان لاندي
اکثره هغه کسان چي په خوست کي يې د لوی اختر لمونځ ولمانځه، د وعظ/خطبې او لمونځ پر وخت تر شنه آسمان لاندي ول او له دې کبله ځينو کسانو استدلال کاوه چي د تړلو خونو په پرتله ورته په خلاصه فضا کي د کرونا ګواښ کم مواجه دی.
د دايمي سولې له پاره دعاوي
خوستيانو د لوی اختر په لومړۍ ورځ په خپلو دعاؤ کي دايمي سولي ته مهم ځای ورکړی ؤ. خوستيان په دې ډېر خوښ ول چي د جګړې دواړو اړخونو د اختر د ورځو له پاره اوربند اعلان کړی دی. خو هغوی له دواړو اړخونو د دومداره اوربند غوښتنه کوله.
قربانۍ
خوستيانو د اختر تر لمانځه وروسته څاروي حلال کړل او پر غريبانو يې ووېشل. د اوربند د اعلان له کبله خلکو په ډاډه زړه تګ راتګ کاوه. خو امنيتي چارواکو هم ادعا کوله چي په بشپړه توګه يې امنيت نيولی دی. د دغه راپور د ليکلو تر وخته (د اختر لومړۍ ورځ ماپښين) لا له خوسته د هيڅ امنيتي پيښي راپور نه ؤ رسېدلی. [فريدالله ظاهر، خوست]