په جلال اباد کې د پولیو درې کارمندانې وژل شوي دي
۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سهشنبهیوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته وویل، دغه واکسیناتورانې نن سهار (۲۰۲۱م کال د مارچ ۳۰مه) په دوو جلا پېښو کې د واکسيناسيون د تطبيق پرمهال وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې ده چې دوې واکسیناتوراني د جلال اباد ښار په اومه ناحيه کې د لعل قاسم اغا سیمه کې او یوه بله د څلورمي ناحیې مجبوراباد سیمه کې وژل شوې ده.
د عامې روغتیا ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا واکسیناتورانې داسې حال کې وژل شوي چې تېره ورځ د هيواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی دی.
عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په دوو ولایتونو کې د ناامنۍ له امله د پولیو کمپاین نه دی پیل شوی.
په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې په ننګرهار کې اته مېرمنې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې څلور يې د رسنۍ کارکوونکې او څلور روغتیاپالانې دي.
د رواني مياشتي په سر کي د خصوصي تلويزيون انعکاس درې کارمنداني په جلال اباد ښار کي ووژل شوې چې مسؤليت يې ترهگري ډلي داعش پرغاړه واخيست.
افغان حکومت په دغه هيواد کې د ډېرو هدفي وژنو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو وسله وال طالبان د حکومت دغه ادعاوي ردوي.