په جاپان کې نارينه له ناوکۍ سره ودونه کوي
د جاپان په ټولنه کې یوازي شوي نارینه وايي چې د جاپاني میرمنو زړونه ډیر سخت دي. کیدای شي له همدې امله جاپانیانو د ښځو پر ځای ناوکيو ته مخه کړې وي.
خوندور سفر
په جاپان کې د ماسایوکي اوزاکي په نامه یو فیزوتراپست له خپلي ناوکۍ سره په سفر کي. د دې پلاستیکي ناوکيو جسمي اندازه د یوې پیغلې نجلۍ په شان ده او په ډیر ظرافت جوړي شوي دي. د دې راز پلازستیکي ځیرکو ناوکيو بیې له ۵زرو څخه نیولې تر ۱۵ زرو امریکايي ډالرو پوري دي.
په ساحلونو کې ولې یوازې قدم ووهو؟
یو جاپانی خپله پلاستیکي ناوکۍ ساحل ته له ځان سره انتقالوي. دوی دې ناوکیو ته د نږدې ملګري په سترګه ګوري. که په اوږده سفر ځي او یا هم ساحلونو ته، دوی خپلې ناوکۍ له ځانه سره بیايي.
هوټل کې ګډ وخت
له جاپانی اوزاکي سره خپله ناوکۍ هم په هوټل کې ده. له هوټل څخه تر وتلو وروسته هغه غواړي په یوه پارک کې هم قدم ووهي.
مصنوعي ښکلا
د جاپان نارينه که مېرمنه هم ولري د پلاستیکي ناوکيو د لرلو غوښتونکي دي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې دغه څه د ټولنې پر نظام منفي اغیز کولای شي.
د جاپاني میرمنو کمه مینه
جاپانیان وايي چې د دوی میرمنې ډیره مینه نه ورسره کوي. نو له همدې امله اوزاکي چې واده هم لري، یوه پلاستیکي ناوکۍ رانیولې او له هغې سره له وخت تیرولو خوند اخلي. په دې انځور کې اوزاکي په پارک کې له خپلې پلاستیکي میرمنې سره قدم وهي.
زما ناوکۍ ښه ده
اوزاکي وايي چې د هغه ناوکۍ (نانڅکه) د نورو میرمنو په شان نه ده. هغه زیاتوي چې کله زه ماښام کورته راځم نو ناوکۍ يې ټولو خبرو ته په پوره پام سره غوږ نیسي.
د ژوند شریکه
د توکیو اوسیدونکي اوزاکي د خپل ژوند د شهواني غریضې د پوره کولو له پاره یوه بله ځانګړې لار غوره کړې. کله چې هغه دغه پلاستیکي ناوکۍ رانیولې، نو د اوزاکي په خبره ژوند یې ښه شوی.
یوه ناوکۍ په ۶ زره ډالره
په جاپان کې په کلني ډول کابو دوه زره داسې پلاستیکي ناوکۍ پلورل کیږي او بیې یې هم شاوخوا شپږ زره امریکايي ډالر دي. په دې انځور کې یو کاریګر د ناوکۍ په جوړولو بوخت دی.