په جاپان کې موسمي بارانونو لسګونه کسان وژلي
د جاپان په جنوب کې د شدیدو بارانونو له کبله سیلابونه راوتلي او په ګڼ شمیر سیمو کې ځمکې ښویدلي دي. په ځینو سیمو کې ان له یو متر څخه هم ډیر اورښت شوی چې له امله یې نږدې ۲ میلیونه انسانان د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
پراخ سیلابونه
د جاپان شدیدو بارانونو د لږ تر لږه ۶۵ کسانو ژوند اخیستی او د څلورو نورو کسانو ژوند د اندیښنې وړ ښوول شوی. سربیره پر دې لسګونه نور بیا تري تم شوي دي. د جاپان د هوا پیژندې د ادارې یوه چارواکو رسنیو ته ویلي چې موږ تر دې وړاندې دغه راز باران هیڅکله نه وو تجربه کړی.
بند پاتې کسان
د جاپان په کوراشیکي ښار کې د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله خلک بامونو او بالکونو ته ختلي دي. ځینې کسانو ان ساعتونه انتظار وکړل ترڅو وژغورل شي.
د سیمو ترک کول
جاپاني چارواکو د اورښتونو له امله د زیانمنو شوو سیمو شاوخوا ۳،۶ میلیونه انسانانو د تخلیې امر کړی دی.
له وخت سره مبارزه
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې وضعیت «خورا ډیر جدي» یاد کړی او خپل حکومت ته یې امر کړی چې د قربانیانو د ژغورلو له پاره لستوڼي بډ وهي. آبي د یکشنبې په ورځ خپلو وزیرانو ته وویل: «دا له وخت سره مبارزه ده.» لا هم ځینې داسې کسان شته چې مرستو ته اړتیا لري.
هغه وخت چې ځمکه ښوییږي
د شدیدو اورښتونو له کبله د جاپان په ځینو ښارونو کې ځمکې ښویدلي دي. چارواکو د شاوخوا ۲ میلیونه انسانانو د تخلیې امر کړی دی. د حکومت یوه ویاند یوشیدي سوګا یوې خبري ناستې ته وویل: «ډیر شدید سیلابونه او د ځمکې ښوویدنې شدیدې پیښې رامنځ ته شوي دي.»
په خپلو کرښو کې بند پاته
جاپان شاوخوا ۴۸ زره د پوځي سرتیرو، پولیسو او اور وژونکو ته امر کړی چې د ژغورنې هڅې ګړندی کړي. د سیلابونو يا نيزونو او اورښتونو له کبله د جاپان ځینې مهم بنسټونه لکه د اورګاډو پټلۍ هم زیانمنې شوی دی.
بیړنی حالت
د جاپان د هوا پیژندنې ادارې د جاپان غربي سیمو ته تر ټولو د لوړ خطر زنګ وهلی دی. تر ټولو جګ د خطر زنګ هغه وخت وهل کیږي کله چې وضعیت ډیر د خطر وړ وي. (AFP, Reuters, AP)