په جاپان کې د لوړ کرو لرونکو بوټانو پر ضد مبارزه پېل شوې
۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سهشنبهنزدې ۲۰ زرو ښځو هغه انترنتي غوښتنلیک لاسلیک کړی دی چې د جاپان پر حکومت غږ کوي چې شرکتونه له دې منع کړي چې خپل ښځینه کارکوونکي د لوړو کرو لرونکو پوټان پر پښو کولو ته اړوي. دغه انترنتي غوښتنلیک آزادې لیکوالې یومي ایشېکاوا، پیل کړې وو. هغې ځکه دغه کار کړی وو چې په یوه موقتي کار کې ترې غوښتل شوي وو چې لوړ کوري لرونکي بوټان پر پښو کړي.
هغې په دې انترنتي غوښتنلیک کې ویلي دي: «تر کار وروسته، ټول کسان کرمچ او بې کرو بوټان پر پښو کوي.»
د دغې لیکوالې په خبره هره ورځ لوړ کرو لرونکي بوټان پر پښو کول د ملا درد، د پښو بد شکلي او د تڼاکو په ګډون روغتیایي ستونزې رامنځ ته کوي.
ایشیکاوا روښانه کړې ده چې د هغې نارینه همکاران بیا مجبور نه دي چې دغه ډول ناآرامه بوټان پر پښو کري. هغې په خپل انلاین غوښتنلیک کې پوښتلي دي: «ایا ډیرې داسې ښځې نه شته چې وخت پرې سخت تیریږي.»
هغې هیله ښوولې ده چې دغه غوښتنلیک به د دې لامل شي چې ډیر کسان په اسانۍ سره کار وکړای شي او له داسې ستونزمن حالت سره چې په اصل کې ورته اړتیا نه شته، مخامخ نه شي.
د ایسیکاوا له خوا دغه اقدام ته د #KuToo کمپاین نوم ورکړل شوی دی. د دې کمپاین تر پېلېدو ۲۴ ساعته وروسته، اوس ډیرې جاپانۍ ښځې د دې موضوع په اړه خبرې کوي.
جنسي تبعیض
ایشېکاوا د جاپان د کار په وزارت کې تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې له د دې ادارې له یوې ښځینه کارکوونکې سره یې لیدلې چې په نظر یې له دې موضوع سره علاقه لرله.
هغې د وزارت مخې ته خبریالانو ته وویل: «نن موږ خپل درخواست تسلیم کړ چې په کې غوښتنه شوې چې د کارفرمایانو له خوا د لوړو کرو لرونکو بوټانو پر پښو کولو ته د ښځو اړ ایستل بند شي او دا کار جنسي تبعیض وګڼل شي.»
د جاپان د روغتیا وزارت هم دغه غوښتنلیک ارزوي. دا لومړي ځل نه دی چې جاپاني شرکتونه د هغوی له خوا د ټاکل شویو اجباري کالیو په اړه له سره فکر کولو ته اړیږي. په ۲۰۰۵ کال کې د جاپان حکومت شرکتونه دې ته وهڅول چې خپل د بریښنا مصرف کم کړي. له همدې کبله شرکتونو په خپلو دفترونو کې له «کولر» څخه استفاده کمه کړې او په پایله کې یې نارینه کارکوونکو ته د دې اجازه ورکړل شوه چې پرته له نیکټایي هم کار وکړي.
(ms/bs (AFP, Reuters