په جاپان کې د «جېبي» په نوم توپان پيل
د جېبې په نوم توپان، د جاپان لویدیځ سواحلو ته رسیدلی دی. دغه توپان چې له باد او باران سره مل دی په تیرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د کوب او اوساکا په گډون د اغیزمنو سیمو خلکو ته د خپلو ټاټوبو د پریښودو امر شوی.
د جېبي، په نوم توپان مخکې له دې چې د جاپان کوچني ټاپو شیکوکو ته ورسیږي، په لومړي سر کې یې هونشو ټاپو لویدیځ سواحل ځپلی دي. هوا پيژندونکو ویلي چې په یوه ساعت کې د باد سرعت آن تر ۲۱۵ کیلومتره پورې رسید.
په داسې حال کې چې د باران او باد سرعت زور اخیست، جاپاني چارواکو د اغیزمنو شوو سیمو له شا او خوا یو میلیون اوسیدونکو څخه وغوښتل چې خپلې سیمې خالي کړي. د اوساکا د ښار اوسیدونکو (په پورتني انځور کې) کله چې سهار مهال کار ته پر لاره ول د سخت اورښت شاهدان ول. دا چې ټوکیو د توپان له سیمې وړاندي دی، اټکل کیږي چې د چهارشنبې په ورځ به له سخت باد او باران سره مخامخ وي.
د سه شنبې په ورځ د جاپان چټک اورګاډو چې په لویدیځ سواحل سیمه کې ستر ښارونه له یو اوبل سره نښلوي تګ راتګ لغوه شوی وو. له مسافرینو غوښتل شوي ول چې د اورګاډو تمځایونه خالي کړي او چیرې چې سرپناه موندلی شي هلته دې ولاړ شي. اوساکا ته څیرمه د یونیورسل سټوډیو جاپان، په نوم ستر مشهور پارک د ټولې ورځې له پاره تړل شوی دی.
د دغه توپان له پیلیدو سره کابو ۶۰۰ الوتنې لغوه شوې. د اوساکا هوایي ډګر تړل شوی او چارواکي په دې هکله څه نه شي ویلی چې کله به بیرته له دغه هوایي ډګره الوتنې پېل شي.
د جاپان مرګونی موسمي فصل ادامه لري. په جولای میاشت کې د دغه هیواد په سویل لویدیځه برخه کې موسمي بارانونه د ځمکې ښویدنې او سیلاب سبب شول. د چارواکو په وینا دغو ویجاړیو ۲۲۶ کسان ووژل او لس نور لا هم لادرکه دي. دغه څه په تیرو دیرشو کلونو کې له هوا سره تړلې تر ټولو خراب آفت ښوول شوی وو. همداشان په دغه هیواد کې د ګرمي هوا څپې چې د تودوښې درجه پکښې تر ۴۰ سانتي ګراد اوښتې وه تر ۱۳۰ زيات انسانان ووژل.