په جاپان کی د بلوغ سن ته رسیدل رسمي لمانځل کيږي
په جاپان کي د بلوغ سن ته رسیدل په رسمي مراسمو سره لمانځل کیږي. د جنورۍ ۲مه دوشنبه د ټولو هغو ځوانانو له پاره د لمانځلو ورځ ده چي د تیرکال د اپریل له دوهمې څخه د سږکال د اپریل تر لومړۍ نیټې پوري شل کلن سوي وي او یا کیږي.
یوه ژوندۍ عنعنه
تر ټولو د مخه د ښځو هغه عنعنوي چپني چي «کیمونوس» ورته ویل کیږي، ډیري رنگه وي. همدارنگه دستکولونه هم باید ورسره وي. ځوان نارینه بیا یوازي ساده توره دریشي اغوندي او دومره د توجه وړ نه وي. یوازي لږ ځوانان د کیمونوس په چپنو کي راڅرگندیږي.
د بلوغ سن ته د رسیدو دروند بار
دغو ځوانانو په څیرو کي لا اوس د جدي ژوند کولو نخښې لیدل کیږي. په حقیقت کي هم د هر ښار د ښاروال په وینا کي مهم ټکی همداوي چي ټولنه له خپلو ځوانانو څخه کومي هیلي لري.
د کمرې مخي ته دریدل
اوس نو د رسمي مراسمو نیمايي برخه تیره سوې ده. ځواني جاپانیاني خپلو هغو خپلوانو ته لاسونه ښوروي چي غواړي په ډیري تلوسې سره عکسونه ورڅخه واخلي. په جاپان کي ورځنی ژوند او د «سیجن نو های» مراسم، یو له بل سره په ټکر کي وي.
زرغونې اشارې ته انتظار
داسي ښکاري چي په یوکاهاما ښار کي دغه سړی چي توره دریشي یې اغوستې له اشارې څخه تر تیریدو مخکي د دومره ډیرو ځوانو ښځو په مینځ کي د آرامۍ احساس نه کوي. خو بیا به هم د وارخطايۍ له پاره کوم دلیل ونه لري. هغوی همدا اوس له رسمي مراسمو څخه راغلي او ډیري خونسردي ښکاري.
یو وار بیا د کوچنیوالي په یاد
دغو ځوانانو ته په کافي اندازه د لویوالي د جدي ژوندانه په هکله خبري وسوې. خو اوس مخکي تر هر څه لا یو وار بیا میله ځایونو ته ځي.
پر تخنیک باندي مین جاپان
مترو ته پر لاري ځواني جاپانیاني خپلو موبایلونو ته گوري چي آیا په عکسونو کي ښې معلومیږي او که څنگه. خو دغو ټولو مراسمو او لگښتونوته په کتو سره به هر څه سم پر مخ تللي وي.
زوړ او ځوان نسل
د «سیجن نو های» مراسم په اول وار په ۱۹۴۸م کال کي رسمي بڼه واخيسته. خو موږ نه پوهیږو چي دغه زړې ښځي به هم ياد مراسم لیدلي وي؟