په جاپان کي سيار مسجد
جاپان د هغو مسلمانانو له پاره چي په ۲۰۲۰م کال کي د المپيک لوبو ليدو ته ورځي، په لارۍ موټر کي سيار مسجد جوړ کړی دئ.
دغه سيار مسجد به د المپيک لوبو پرمهال د لوبغالي مخي ته ولاړ وي او مسلمانان به لونځ پکښې کوي. دغه سيار مسجد پر يوه وخت د ۵۰ کسانو د لمانځه ځای لري.
د سيار مسجد دننه برخه.
د ډيرو جاپانيانو دين شينتو دی. خو په دغه هيواد کي له سلو تر دوو سو زرو پوري مسلمانان ژوند کوي.
د جاپان د سيار مسجد اجرائيه مدير ياسوهارو اينو.
ياسوهارو وايي: «په دې سره غواړم چي له مسلمانانو سره د جاپانيانو مېلمه پالنه شريکړه کړم».
دغه لارۍ موتر په يوه ځای کي په درېدوسره له دواړو اړخونو پرانيستل کيږي او حجم ئې لويږي.
انځورونه
1 | 6انځورونه