په جاپان کي سختو سېلابونو ۱۰۰زره کسان بې ځايه کړه
په جاپان کي زورورو بارانونو سخت تاوانونه رسولي دي. تر بارانونو وروستيو راغلي سېلاب تر ۱۰۰زره ډېر کسان بې ځايه کړي دي. په ځانگړې توگه د توکيو په ۵۰ کيلومترۍ کي د جوسو ښار سېلاب او مځکي ښويدني سخت تاوان ورسولی دئ.
د سېلاب ځپلو سیمو ډېر اوسېدونکي د مرستندويانو په تمه دي. په ډېرو کورونو کي اوس هم انسانان بند پاته. هغوی د څرخۍ الوتکو په مرسته ژغورل کيږي.
ساکنان بسیاری از خانهها در انتظار کمکرسانی نیروهای امدادی هستند و میکوشند با تکاندن تکه پارچه (راست در تصویر)، توجه هلیکوپترهای امدادی را به خود جلب کنند.
په جوسو ښار کي د ژغورونوکو عملياتو يو انځور. ويل کيږي چي په جوسو ښار کي ډېر کسان ورک هم دي.
په دغه انځور کي سړی ليدلای سي چي سې سېلاب څرنگه د جاپان جوسو ښار لاندي کړی دئ.
د ژغورونکو ډلو يو بل انځور، چي يوه ښځه ژغوري. دغه ښځه چي سېلاب ئې نه يوسي د خپل موټر سر ته ختلې وه.
د جاپان چارواکي په حواله تر زورورو بارانونو وروسته چي سېلاب راغلی، ډېر کورونه ئې ويران کړي او د مځکو ښوېدو سبب سوی دئ.
ويل کيږي چي يو دم داسي سېلاب راغلی چي انسانانو په هيڅ ډول ځانونه نسوای ژغورلای.
د جاپان حکومت په ۲۰۱۱م کال کي د مهيبی زلزلې او سونامي وروسته د بېړنيو حالاتو په برخه کي ښه تياری نيولی دئ.
د دغه سېلاب له کبله د رسېدلو زيانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه پوري لا معلومات نه سته.