1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي د اټومي ناورين لومړۍ کليزه ولمانځل سوه

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14J0z

د جاپان په فوکوشيما کي د سمندري توپان او تر هغه وروسته د رامنځ ته سوي اټومي ناورین د لومړۍ کليزه يادونه وسوه. په ټول هيواد کي د يوې دقيقې له پاره د هغو ۱۹ زرو انسانانو په ياد خاموشي اختيار سوه چي يا خو په دغه ناور کي وژل سوي دي او يا لا تر اوسه لا درکه دي.

دغه سمندري توپان د ۲۰۱۱مېلادي کال د مارچ پر ۱۱مه رامنځ ته سوو. په دې ترځ کي په پلازمېنه ټوکيو کي يوه مرکزي ويرغونډه جوړه سوې وه چي پکښي د جاپان پاچا اکي هيټو او د لومړي وزير يوشي هي کو نودا تر څنگ د قربانيانو يو شمېر خپلوانو هم ونډه پکښي اخيستې وه. په ټوکيو او يو شمېر نورو ښارونو کي د اټومي انرژۍ پر ضد مظاهرې هم تر سره سوې.