په ترکیه کې پر بې برخليکه افغانانو څه تېرېږي؟
۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبهدغه افغانان چې د اروپايي هېوادونو په تکل له وطنه وتلي، اوس په ترکيه کې بند پاته او ټولې لارې يې پر مخ تړل شوي دي. په ترکيه کې بند پاتې افغانان وايي چې پولیس هره ورځ په لسګونو افغانان نیسي او بیا یې وروسته ډیپورټ کوي.
په ترکيه کې یوه افغان خبریال د نوم او غږ نه خپرولو په شرط هغه هيواد ته په ناقانونه لارو د ورغلیو خبریالانو حال له دویچه ویله سره شریک کړ او ویې ویل، ډېر افغان خبریالان له دې امله چې کور په کرایه نه شي نیولی تر ډېره د قاچاقچیانو په داسې خونو کې ژوند کوي چې د ژوند له پاره هېڅ برابرې نه دي.
ده وویل، د طالبانو له راتلو وروسته ترکیې ته تللي افغانان، خبریالان، مدني فعالان، د مخکیني حکومت ځینې مامورین او د پوځ غړي د ترکي پولیسو له ډاره له خپلو ځایونو نه وځي او که وځي هم، نو په ډار او ویره کې ژوند کوي.
هغه وويل چې په استانبول کې یې له افغان کونسلګرۍ سره د مرستې په پار اړیکه کړې وه، خو هغوی منفي ځواب ورکړ او اوس نه پوهېږي چې له چا مرسته وغواړي. دی افغان خبریال وویل، ترکیه کې د ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو سفارتونو له دې امله افغان خبریالانو ته د رد ځواب ورکړی، چې دوی ترکیې ته غیر قانوني ورغلي دي.
افغان خبریال اکمل ظاهر هم دویچه ویله ته وویل چې ترکیې د افغانانو له پاره شرایط سخت کړي او دغه هيواد له افغان کډوالو سره د ده په ټکو، بد چلن کوي.
هغه وویل، ترکي پولیس افغانان نیسي، وهي یې او بیا یې وروسته افغانستان ته ډیپورټ کوي: «افغان خبریالان په ډېرو ستونزو کې دي، ډېر یې په ناقانونه لارو راغلي. بهر نه شي ګرځېدای. د خبریالانو او مدني فعالانو په نوم عام خلک بهر هېوادونو ته لاړ. خو خبریالان واقعآ په ستونزو کې دي. هغوی ته پام نه دی شوی. که په ترکيه کې افغان خبریالانو ته پام ونه شي، حالت یې نور هم خرابېږي.»
یو بل افغان خبریال چې غواړي نوم او غږ یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، شپږ میاشتې مخکې وروسته له هغې چې کابل کې د طالبانو له لوري له نیولو وروسته ووهل شو، د خپل ژوند د ژغورني په پار یې په ناقانونه لارو ځان ترکیې ته ورساوه، خو اوس هلته بې برخلیکه پروت دی او هېڅ لوری نه ورمعلومېږي.
ترکيه: يوناني پوليسو پر سرحد يو افغان کډوال په ډزو وژلی
خبریال او ټولنیز فعال فیصل نظامي چې اوس ترکیه کې دی دویچه ویله ته وویل، په هېواد کې د نظام له بدلون وروسته شاوخوا اته میاشتې مخکې د خپل ژوند ژغورلو په نیت په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللی، خو اوس په دغه هېواد کې له ګڼو ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخ دی: «موږ په ترکیه کې له ګڼو ادارو سره اړیکه ونیوله، چې موږ ته د قانوني اسنادو برابرولو زمینه برابره کړي، خو هېچا مثبت ځواب رانه کړ.»
ترکیې ته تللي افغانان وايي چې په دغه هيواد کې افغان سفارت، د نورو هيوادونو سیاسي استازولیو، د خبریالانو ټولنو او په دې برخه کې نورو فعالو ادارو هېڅ راز مرسته نه ده کړې او دوی له دې امله «سخت زورېږي.»
له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې
خو په ترکیه د افغانستان سفیر امین رامین، دویچه ویله ته وویل، هغه افغانان چې په قانوني ډول ترکیه کې اوسي د دوی له خدماتو برخمن دي، خو هغه افغانان چې په ناقانونه ډول هلته اوسيږي، دوی کوښښ کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته ورسره د اسنادو په برابرولو کې مرسته وکړي.
نوموړي د افغانانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګنې دوی یې غږ نه اوري: «دوه ډوله افغانان راځي. یو هغه چې کار ته راځي او بیا موږ ته مراجعه کوي، موږ اسناد ورکوو او هغوی ته د کار اجازه ورکول کېږي. بل ډول یې هغه دي چې په غیرقانوني ډول راځي بیا یې پولیس نیسي او مراکزو ته یې وړي، چې بیا وروسته یې ډيپورټ کوي.»
په ترکيه کې ځيني افغانان په داسي حال کې شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د دغه هيواد حکومت، په ناقانونه توګه ورغلي تر دوو زرو زيات افغانان بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي له دغه هيواد څخه د خلکو وتل پیل شوي، چې ډېر شمېر یې لا هم خپلو اصلي منزلونو ته نه دي رسېدلي او په نورو هيوادونو کې له ستونزو سره مخ دي.