په ترکیه کې د عثماني خلافت د وخت لرغونی بازار
په استانبول کې د ګرینډ تاریخي بازار د نړۍ یو له لرغونو بازارونو څخه شمیرل کیږي. په ۱۴۵۵م کال کې د عثماني سلطنت پر مهال د دې بازار د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه. دا بازار۶۱ کوڅې او بې شماره دوکانونه لري.
۶۱ کوڅې او ۳۰۰۰ دوکانونه
د دې لرغوني بازار چې تر۳۰۰۰ ډیر دوکانونه یا هټۍ لري یوه ځانګړتيا په دې کې ده چې تر یوه چت لاندې د خریدارۍ نږدې هر ډول توکي پکې موندل کیږي.
د سلونو کلونو پخوانی کاروبار
په دې ځای کې له پيړیو راهیسې موجود د جامو، په کور کې د کاریدونکو لوښو، غالیو، ساعتونو، موسیقۍ وسایلو او نور توکو د خریدارۍ او ترميم دوکانونه، د دې بازار پر لرغونتوب دلالت کوي.
د زلزلې تاوان
په شپاړلسمه پيړۍ کې رامنځته شوې زلزلې دې بازار ته ډیر زیان رسولی دی، خو د چارو تنظيمونکو تر ډیره دا بازار په خپل پخواني حالت ساتلی دی.
هره ورځ ۳۰۰ زره مشتریان
د اټکلونو له مخې هره ورځ له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ زرو پورې پيرودونکي دې بازار ته مخه کوي. په دوی کې پر سیمه ایزو خلکو سربیره ډیر سیلانیان هم وي.
څراغونه
په دې بازار کې د لاسي کار په وسیله جوړ شوي مختلف ډوله ګروپونه او څراغونه، د پيرونکو پام ځانته را اړوي.
ترکی سوغات یا تحفه
دې بازار ته اکثره خلک د سوغاتونو یا تحفو رانيولو له پاره ورځي. دلته مختلف ډوله وچې مېوې، میټایانې او مثالې موجود وي.
د اوبو نلونه
په دې بازار کې د نورو سهولتونو ترڅنګ د څښاک اوبو تاریخي نلونه دي چې نن هم دې بازار ته راتلونکي خلک ترې د خپلې تندي ماتولو له پاره کاروي.
۲۱ دروازې
بازار ته د ننوتلو او وتلو له پاره ۲۱ دروازې موجود دي چې هره دروازه بیا ځانته خپل نوم لري.
د ښځو لاسي دسکولونه
په بازار کې د ښځو لاسي دسکولونه او بکسونه چې د اصلي یا مصنوعي چرم څخه جوړ شوي دي موجود دي. د دې ترڅنګ په مختلفو ډیزاینونو کې د لاس په وسیله ګنډل شوي دسکولونه هم په دې مارکیټ کې ښه بازار لري.
د سرو زرو ګاڼۍ
د سرو زرو او قیمتي ډبرو مختلف زیورات او ګاڼې د ګرینډ بازار په ډيرو دوکانونو کې موجود دي.
خوش اخلاقه دوکانداران
د دې بازار یو بل ښه والی په دې کې دی چې دوکانداران یا هټیوال یي له رانيوونکو یا مشتریانو سره په مختلفو ژبو خبرې کوي. دوکانداران په ورين تندي له خپلو مشتریانو سره په انګليسي، عربي، آلماني، او اردو ژبو خبرې کوي.
ګرم شالونه
د سیمه ایزو کارګرانو له خوا جوړ شوي ګرم شالونه هم د خریدارانو پام ځانته را اړوي.
پر قیمتونو بحث هم کولی شئ
ګرینډ بازار ته راتلونکي له دوکاندارانو سره د بیو د راټیټولو له پاره چنې وهي، څو د توکو بیې راټیټې کړي چې اکثره وختونه دوی پخپل دې کوښښ کې بریالي کیږي هم.
زینتي توکي
د ترکیي په مختلفو برخو کې جوړیدونکي زینتي توکي په دومره ښه ترتيب او مهارت سره ایښودل کیږي چې هرو مرو له دې ځایه د تیریدونکو پام ځانته را اړوي.
د قیلونو دوکانونه
په ترکي او عرب ځوانانو کې د قیلون څکول ډیر دود لري. د دې بازار په دوکانونو کې د قیلون د تنباکو مختلف ډولونه او زایقې موجود دي.