په بولیویا کې د ښځو د«چولیتا» غیږې
د بولیویا د ښځو رسلنګ (کشتي کج) په نړۍ کې ډیر شهرت لري. د دغې لوبې ځانګړي او رنګه رنګه جامې د دې غیږنیونې معرفت دی. د ښځو د دغې غیږنيونې کلتور په هکله نور معلومات په دغه انځوريز رپوټ کې لیدلی شئ.
په ایل آلټو کې د غیږې یوه سیالي
د چولیتا دغه ښځینه لوبغاړي د بوليویا په ایل آلټو ښار کې د غیږنیونې په حال کې لیدل کیږي. دغه لوبغاړي چې درانه ګردې لمنې یې اغوستي دي هر یو یې د خپل مقابل لوري د پرځولو کوښښ کوي. نندارچیان هم د لاسونو په پړکا او نارو سره دوی تشویقوي.
چولیتا د آزادې غیږې لوبغاړي
دوی ته د آزادې غیږي یا کشتي کج ښځينه لوبغاړي ویل کیږي. دوی د ایل الټو په ښار کې د سلګونو نندارچیانو په موجودیت کې په اونۍ کې دوه واره رسلنګ یا آزاده غیږه نیسي. دا کیدای شي د یوه سیلاني له پاره یوه ډرامه ښکاره شي، خو دغه سیالۍ ډیر لرغونې تاریخ لري.
د چولیتا پر ښځینه لوبغاړو بندیزونه
تر څو کاله مخکې پورې دغو میرمنو ته چې له خپل مخصوصو جامو سره پیژندل کیږي، په رستورانتونو، ټيکسيګانو او تر دې اندازې چې په ملي بسونو کې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیده. تر څو نسلونو پورې دغو ښځو ته د بولیویا د پلازمېنې لاپاز په ښو او سپيڅلو ګڼل کیدونکو ځایونو کې د ننوتلو اجازه هم نه وه.
ایل آلټو
د ایل آلټو ښار د سمندر له سطحې څخه ۴۰۰۰ متره لوړ دی. د سیمه ييزو خلکو تر څنګ بهرني سیلانیان هم د دغې لوبې یا غیږې د لیدلو له پاره ایل آلتو ښار ته مخه کوي. دغه ښار د بولیویا پلازمېنې لاپاز نه نږدې پروت دی.
د غیږې جریان
سیمه ييز خلک شاوخوا د یوه ډالر معادل په بدل کې د دغې لوبې د لیدلو له پاره ټکټ رانیسي، په داسې حال کې چې د بهرنیو سیلانیانو له پاره د دې لوبې د ټکټ بیه۱۰ برابره لوړه ده. بهرنیان د لوبې رنګ ته نږدې ناست وي، دوی ته د خوراک او څښاک تر څنګ یوه سیمه ییزه تحفه هم ورکول کیږي.
د لوبغاړو خوش طبعیتي
د راتلونکي لوبې له اعلان سره سم په لوډسپيکر کې موزیک پيلیږي. د چولیتا ښځینه لوبغاړي له رانګا رنګه جامو سره په خندا او خوشحالۍ د نندارچیانو څنګ ته ورځې، نڅیږي او د هغوې له خوا تشویقیږي.
د ډیرو رنګونو درلونکي جامې
د چولیتا لوبغاړي د دې له پاره چې ډیر پیاوړي او زړور ښکاره شي نو د ډیرو رنګونو درلودونکي جامې اغوندي. د دروند جسم او درنو جامو سربیره د دوی بدن ډیر نرم (لکه پنرغوندی) وي چې په مرسته یې هر ډول حرکت اجرا کولی شي.
چوليتا د هسپانې ژبې له «چولو» له کليمې څخه راغلی دی
ویل کیږي چې چوليتا د هسپانوي کليمې چولو څخه اخیستل شوی چې معنی ده ګډ نسل. دا د حقارت له وجه استعمالیدونکي کليمه وه، چې د هغو سيمه ييزو خلکو له پاره کارول کیده چې هسپانوي ریښه به یې درلودله.
د رفري رول
لوبغاړۍ لاهورټیکا، نندارچیانو ته شکایت کوي چې ریفري د هغې د مقابل جوآنيتا، پلوي کوي.
رفري ته جزا
د سونیا لاهورټیکا مرستې ته راغلې او د اتیلا په نوم ریفري ته د لاهورټیکا د حریف پلوي کولو له امله هغې ته جزا ورکوي.