بنګله دېش کې د تښتېدلو روهينګيايانو وضعيت څه ډول دی؟
۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبهدوی ستړي او ژوبل بنګله دېش ته ورسېدل. د هغوی په منځ کې ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان هم وو. تقريبا ټول مسلمانان د يو څو اوونيو په ترڅ کې له ميانمار څخه بنګله دېش ته وتښتېدل. هغوی هيڅ هم له ځان سره وانه خيستل او تش لاس راغلل، يوازې ناوړه خاطرات يې له ځانه سره راوړي دي. يوه تښتېدلې مېرمن، حسينه، وايي: «له خپل پټنځای څخه به مې ليدل چې زما زوی څنګه هڅه کوله چې وتښتي، خو ډېر عسکر حاضر ول، چې پر ځمکه يې وغورځاوه او بيا يې د اور لبمو ته ورټېله کړ.»
د حسينې مشر زوی وسوځېده او مړ شو، دا له خپل کشر زوی سره وتښتېدله. دا چې دوه نور ماشومان او مېړه يې چېرته دي، ورته معلومه نه ده. مصدقه هم د يو لوی سيند څخه تېره شوې ده. هغه لس کلنه ده او وايي چې عسکرو د دې خور په ډزو ويشتلې ده. «زه ډېره وېرېدلم، هغوی انسانان ټوټه کول. زه له خپل پلار سره بيا وتښتېدمه.»
ملګري ملتونه په ميانمار کې له «دواملرونکي توکميز چاڼ» څخه خبرې کوي او وايي چې دلته «وينه تويه شوې ده» او په «ډله يزه توګه جنسي تېری» شوی دی. سره له دې يې له ميانمار او بنګله دېش دواړو سره د ښه نيت د څرګندولو يو تړون امضا کړی دی. ميامنار وايي چې تښتېدلي کسان بېرته ورستنېدلی شي. خو د کومو شرايطو لاندې؟ آيا ميانمار به روهينګيايان د خپل هېواد د اتباعو په توګه ومني او هغوی پرېږدي چې هلته سوله يز ژوند اختيار کړي؟ دا خبره لا معلومه نه ده او هيڅ کډوال لا په رسمي توګه نه دی ستون شوی. تقريبا يو ميليون روهينګيا کډوال اوس په بنګله دېش کې ژوند کوي، چې اکثريت يې د نړۍ په تر ټولو ستر پنډغالي، په کوتوپالونګ کې، مېشت دي:
سايادور چې د کناراب لپاره يو چوکاټ جوړوي، وايي:
«آيا دغه شکنجه به مو په وطن کې پای ته ورسيږي؟ زه اوس له ۴۵ کلونو راهيسې دغسې ربړونې وينم او له ماشومتوب راهيسې ورسره بلد يم. زه به يوازې هغه وخت بېرته ستون شم، چې دا حالت نور خلاص شي.»
د بارانونو په موسم کې د پنډغالي ډېرې برخې تر اوبو لاندې وي، د خاورو د ښويېدو له کبله کېږدۍ او انسانان هم لاندې کيږي. په لنډ وخت کې به ښايي هيڅوک هم بېرته ميانمار ته ستون نه شي. بر عکس: وار په وار پسې د روهينګيا کډوالو شمېر په زياتېدو دی. د مرستندويو ټولنو په حواله په دغسې بنډغالو کې هره ورځ تقريبا ۶۰ ماشومان هم نړۍ سترګې غړوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.09.2017):