په بغلان کې ماین چاودني د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعهد پولیسو یوه ویاند جاوید بشارت، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه ماشومان، دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې چاودنې درې نور ماشومان ټپیان کړي هم دي.
پېښه د پنجشنبې په ماښام ناوخته د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. پولیسو ویلي دي چې یاغیانو دغه ماین د افغان امنیتي ځواکونو د په نخښه کولو په موخه د سړک پر غاړه ځای پر ځای کړی وو.
طالبان وخت نا وخت په بغلان ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. یاغیانو په وروستیو وختونو د دې ولایت مرکز پلخمرې ته نزدې د پولیسو یوه پوسته ونیوله.
اوس مهال په بغلان جدید کې پر یوې پوځې اډې باندې جکړه روانه ده. سیمه ایزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له څو ورځو راهیسې د هغو دولتي ځواکونو د اکمالاتو لاري بندې شوې دي چې په دې سیمه کې له یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.