په برلين کي حکومتي بحران
۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبهآلمان اوس یو ډراماتيک سیاسي وضعیت تجربه کوي. په دې لوبه کې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل چې د مسیحي دیموکرات(CDU) ګوند مشره ده او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر چې د مسیحي سوسیال اتحاد(CSU) ګوند مشر دی عمده رول لوبوي.
اساسي پوښتنه دا ده چې آیا هغه مهاجر چې د اروپایې اتحادیې په نورو غړو هیوادونو کې ثبت او راجستر شوي دي، هم هلته په سرحد کې یې آلمان ته د داخلیدو مخه ونيول شي؟ زیهوفر د دې نظر پلوي او میرکل یې مخالفت کوي.
نوموړې پر ملي حل لارې ټینګار کوي، خو کیدای شي دا په اروپایې کچه هم وي. د جمعې په ورځ د اروپايي ټولني تر سرمشریزې وروسته، د لږ شیبې له پاره داسې فکر کیده چې کیدای شي دا به د دواړو خواو له پاره د منلو وړ یو سازش وي.
د میرکل په اند هغه له بروکسل څخه خوشحاله راستنه شوې ده چې د پناه غوښتونکو د بیرته اخیستلو په اړه یې د ۱۴ هیوادونو موافقه ترلاسه کړې. له همدې امله د میرکل د ګوند د مديره هيئت په غونډه کې د هغې ستاينه هم وشوه.
په نورو هیوادونو کې د ثبت شوو مهاجرو د بیرته اخراجولو په اړه د زیهوفر تهدیدونه اوس هم برحاله او په اصطلاح د میز پر سر دي، په ځانګړي توګه د هغو مهاجرو په هکله چې د اتریش د سرحد له لارې د آلمان بایرن ایالت ته راغلي دي. ډیر پناه غوښتونکي د همدې سرحدي پولي له لارې آلمان ته ننوزي.
اعلان شوی مطبوعاتي کنفرانس لغو شو
که څه هم د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې انګلا میرکل له نظره د بروکسل سرمشریزه د هغې له پاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د هغه د متحد مسیحي سوسیال اتحاد ګوند له پاره دغه سرمشریزه یو فریب ورکوونکې بسته یا پاکټ دی.
په اصل کې موضوع د مشخصو هیوادونو د نظر د وضاحت پر سر وه. پولند، چک جمهوريت او هنګري هیوادونو حتی په دې اړه د اړونده موافقتنامو له موجودیت څخه انکار وکړ.
په دغه مبهم او متضاده شخړیزه غونډه کې چې د شنبې په ورځ د صدارت په ماڼۍ کې د لومړۍ وزیرې او زیهوفر تر منځ ترسره شوه، کومه ګډه حل لاره رامځته نه شوه. تمه کیده چې د یکشنبې ورځې په ناسته کې به یوه موافقه رامنځته شي. د CDU او CSU ګوندونو د جلا جلا غونډو په ترڅ کې د بروکسل په غونډه کې د رامنځته شوي جوړجاړې په هکله بحث وکړ.
په همدې ورځ د ماښام له پاره د یوه مطبوعاتي کنفرانس د ترسره کیدو اعلان وشو چې ټاکل شوې وه په هغه کې به د غونډې د پایلو په هکله معلومات له رسنیو سره شریک شي. خو په دواړو ښارونو کې خبریالان د شپې ناوخته پورې تر انتظار وروسته بیرته تش لاس ستانه شول.
په همدې منځ کې د آلمان خبري آژانس (dpa)خبر ورکړ چې داسې اوازي دي چې د کورنیو چارو وزیر زیهوفر غواړي استعفاء وکړي.
دا پوښتنه چې بالاخره څوک به د دغې سیاسي لوبې ګټونکی شي، د ګاونډیو اروپایې هیوادونو له پاره چې په ډیرې بی صبرۍ سره په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ له امله رامنځته شوی ډراماتیک وضعیت څاري بی ځوابه پاتې ده.
خو سره له دې هم د شپې تر نیمایې پورې غځول شوي خبرې اترې بی له نتیجې پای ته ورسیدلې. له مونشن څخه شخصاً د زیهوفر له خوا په رسمي ډول د هغه د استعفاء د تائیدۍ په هکله څه وا نه وریدل شول.
د حکومتي ائتلاف د پای اټکل کیدای شي
په لومړي سر کې شاید له میرکل سره موافقې ته د رسیدو هڅه وشي. ټاکل شوی ده چې په بایرن ایالت کې به د روان کال په مني کې ایالتي ټاکنې ترسره شي. ویل کیږي چې په دغو ټاکنو کې به د زیهوفر مسیحي سوسیال ګوند خپله سیاسي راتلونکي د سوسیال دیموکرات ګوند له وابستګۍ څخه خلاص کړي.
د مهاجرت کړکیچ په برخه کې تر بریالیتوب وروسته معلوميږي چې د میرکل ګوند په واضح ډول د خپلې مشرې تر شا ولاړ دی.
په هغه صورت کې چې مسیحي سوسیال ګوند د خپل مشر(هورست زیهوفر) له استعفاء سره له حکومتي ائتلاف څخه ووزي، نو میرکل به اکثریت له لاسه ورکړي او بیا نو باید په آلمان کې نوي ټاکنې ترسره شي.