شخړياروپا
په بحرهند کي شخړه ایز نظامي تمرینات
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبهاعلان
د گډو ځواکونو رهبرۍ اعلان کړی، چي دا به د «جنوبي افریقا، روسیې او چین تر منځ موجوده ښه مناسبات نور هم تقویه کړي».
په دغو تمریناتو کي د گډون پخاطر یوه روسي جنگي کښتۍ دوربان ته رسیدلې ده او چینایي جنگي کښتۍ به هم ژر ورورسیږي. په دغو بحري نظامي تمریناتو کي به د جنوبي افریقا ۳۵۰ عسکر برخه واخلي، کوم چي به د همدې فبرورۍ میاشتي تر ۲۷ مي پوري په بندري ښارونو، دوربان او ریچارد بای کي تر سره سي.
جنوبي افریقا تراوسه پوري پراوکراین باندي د روسیې حمله نده غندلې او یو بیطرفه موقف یې اختیار کړی دی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: