په ایکس شبکه کې د تروریستي محتوا له امله د اروپا خبرداری
۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبهد ایکس شبکې مشر ایلان ماسک ته په یوه لیک کې د اروپایی اتحادیې کمیسیون یادونه وکړه چې په اسراییلو باندې د اسلامي او ترهګریز سازمان حماس د بریدونو اړوند غیرقانوني منځپانګې لیرې کړي.
د اروپايي ټولنې چارواکو په دې لیک کې ویلي چې د اسراییلو پر وړاندې د حماس لخوا د تروریستي بریدونو په تعقیب، موږ شواهد لرو چې ستاسو پلیټ فارم په ټوله اروپا کې د غیرقانوني مینځپانګې او غلطو معلوماتو خپرولو لپاره کارول کیږي.
د اروپايي کمیسیون کمیسار تیری برتون پر ایکس خپاره شوي لیک کې لیکلي چې د مثال په توګه، لاس کاري شوې یا له ویډیويي لوبو څخه اخیستل شوي انځورونه په ایکس شبکه کې لاس په لاس کیږي.
د اروپايي اتحادیې کمیسار وویل هغه غواړي ماسک ته د اروپايي ټولني نوي مقررات ور یاد کړي چې په لویو آنلاین پلیټ فارمونو کې پلي کیږي او دا باید روښانه شي چې کومه محتوا د خپریدو اجازه لري او کومه ېې نلري.
د اروپايي اتحادیې د نوي قانون له مخې، فیسبوک، ایکس، ګوګل او ډیر نور باید په انټرنیټ کې د غیرقانوني مینځپانګو لکه د کرکې بیان او د تحریک کونکو مفکورو د خپریدو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.
د ایلان ماسک ځواب
هغه ځواب چې ماسک لیږلی داسې ښکاري چې اروپايي کمیسیون ته د قناعت وړ نه دی. ماسک ویلي: "زموږ پالیسي دا ده چې هر څه شفاف وساتو، داسې چلند تر هغه ځایه چې زه پوهیږم د اروپایی اتحادیې لخوا ملاتړ کیږي. "
د ایکس شبکې مشر زیاته کړه: "مهرباني وکړئ هغه سرغړونو ته نوم ورکړئ چې تاسو یې ایکس ته راجع کوئ تر څو خلک یې وګوري." بیا یې په فرانسوي ژبه لیکلي مرسي (مننه)!
د آلمان حکومت د تبعیض ضد استازي اعتراض
په ورته وخت کې، د آلمان د تبعیض ضد خپلواک استازې فردا آتامان، د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې د ایکس شبکه ترک کړي. آتامان، د حکومت ویاند شتیفن هبشترایت ته په یوه لیک کې، د دې پلیټ فارم په مدیریت سخته نیوکه وکړه او په دې پلیټ فارم کې د نافذه قوانینو ناکافي پلي کولو ته یې اشاره وکړه.
په لیک کې راغلي: "دا په زیاتیدونکې ډول د پوښتنې وړ ده چې آیا حکومتي چارواکي او څانګې باید د عامه اړیکو کار په داسې پلیټ فارم کې ترسره کړي چې د غلطو معلوماتو شبکه ګرځیدلې او مالک یې د یهودي ضد، توکمپالنې او ښي اړخو پاپولیسټي محتواوې خپروي یا ېې شریکوي.