په ايران کې احتجاج؛ امريکا او ایران یې پړه پر يو بل اچولې
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سهشنبهد ایران مذهبي مشر علي خامنه یي تېره ورځ د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو د فراغت غونډې په ترڅ کې په ایران کې د احتجاجونو پړه په امریکا او اسرائیل واچوله.
خو د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ ایران کې د احتجاجونو اصلي لامل خپله د ایران حکومت وښوده.
ښاغلي خامنه یې د مهسا امیني مړیني په اړه ژور خپګان وښوده او امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت پر ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.
هغه وویل، دا ګډوډي، فسادونه او ناامنۍ د امریکا او اسرائیل لخوا پلان شوې ده.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم په دې منځ کې ويلي ول چې هغه په ایران کې د زده کونکو او میرمنو په ګډون د سوله ایز لاریون کونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شدت د راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې د خپلو مساوي حقونو او اساسي انساني کرامت غوښتنه کوي.
بایډن په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالات د ایراني ښځو او د ایران له ټولو اتباعو سره ولاړ دی او موږ د هغوی زړورتیا ستایو.
د ايران دا وروستی احتجاج په دغه هیواد کې په دې وروستیو کلونو کې بې ساري یاد شوی دی.
جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي
په ايران کې له دريو اوونيو راهيسې خلک د مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې پراخه لاریونونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د ځواکونو د هلو ځلو سره سره ددغو احتجاجونو مخه نیول خورا ګران کار دی.
دا احتجاج وروسته له هغه د ایراني مشرتابه لپاره په یوه ښکاره ننګونې بدله شوې، چې يو شمير ښځو د مظاهرو په ترڅ کې خپل حجابونه سوځولي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
په دې منځ کې دا احتجاجونه تر منځني ختيځ، اروپا او شمالي امريکا رسېدلي دي. په لاس اينجلس کې په زرونو کسان د يووالي ښکاره کولو له پاره سړکونو ته را ووتل.
دا یوازې ایران ندی چې د دغه ډول احتجاجونو شاهد دی ورته لاریونونه په منځني ختیځ او اروپا او شمالي امریکا کې هم پراخ شوي دي. په زرګونو خلک د پیوستون ښودلو لپاره واټنونو ته راوتلي دي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي تېره ورځ د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو په یوه فراغت غونډه کې ایران کې د احتجاجونو پړه په امریکا او اسرائیل واچول.
خو د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ ایران کې د احتجاجونو اصلي لامل خپله د ایران حکومت وښوده.
ښاغلي خامنه یې د مهسا امیني مړیني په اړه ژور خپګان وښوده او امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت پر ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.
هغه وویل، دا ګډوډي، فسادونه او ناامنۍ د امریکا او اسرائیل لخوا پلان شوې ده.
ایران: د مظاهرو څپه د پاکستان سرحدونو ته رسیدلې ده
خو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه په ایران کې د زده کونکو او میرمنو په ګډون د سوله ایز لاریون کونکو پروړاندې د تاوتریخوالي د شدت د راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې د خپلو مساوي حقونو او اساسي انساني کرامت غوښتنه کوي.
بایډن په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالات د ایراني ښځو او د ایران له ټولو اتباعو سره ولاړ دی او موږ د هغوی زړورتیا ستایو.
ایران کې دغه ډول شوی احتجاج په دغه هیواد کې په دې وروستیو کلونو کې بې څاره یاد شوی دی.
ایران کې دا دریمه اونۍ ده چې د مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې خلک پراخه لاریونونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د څواکونو د هلو ځلو سره سره ددغو احتجاجونو مخه نیول خورا ګران کار دی.
دا وروسته له هغې د ایراني مشرتابه لپاره په یوه ښکاره ننګونې بدله شوې، چې ښځو خپل دولتي حجابونه سوځولي او دیکتاتور ته د مرګ شعارونه ورکوي.
دا یوازې ایران ندی چې د دغه ډول احتجاجونو شاهد دی ورته لاریونونه په منځني ختیځ او اروپا او شمالي امریکا کې هم پراخ شوي دي. په زرګونو خلک د پیوستون ښودلو لپاره واټنونو ته راوتلي دي.