په ايران کي د حجاب عجيبه تبليغاتي پوسترونه
په ايران کي ۳۲ دستگاه وي مستقيم او غيرمستقيم د «عفاف او حجاب» مسائلو ته لمن وهي. د دوی د يوې کار د حجاب د ترويج له پاره د پوسترونو او بيلبوردونو توليد دئ چي ځيني ئې د خندا او ځيني د تاسف وړ دي.
د «عفاف او حجاب مسائلو» په اړه بحثونو کي ايراني چارواکو په وارو وار اعلان کړی دئ چي په دغه برخه کي ۳۲ دستگاه وي کار کوي. د دغو دستگاه وو يوه ئې د حجاب په اړه ډېر ستر پوسترونه جوړوي. (انځور: په حجاب کي ښه جنت ته او بې حجابه دوږخ ته روانه ده.)
په دې پيغام کي ويل کيږي چي هر هغه شی چي په پوښ کي وي خوندي وي.
په دغو پوسترونو او بيلبوردونو کي ښځي له يو «شي» سره تشبيه سوي دي. د ښی اړخ په پوستر کي ليکل سوي دي: «هغه وخت چي ښځه سينگار وکړي او عطر وهلې له کوره ووځي او مېړه ئې هم په دې کار راضي وي، له هر گام سره ئې کور د مېړه له پاره اور گرځي.»
هغه پوسترونه چي سينگار ئې له وسلې او بمب سره تشبيه کړی دئ.
سره بوټونه او «شيطاني گامونه». د ښی اړخ په انځور کي راغلي دي «ښځي بايد تگ پر مهال خپلي پښې پر مځکه و نه وهي، څو پټ زينتونه ئې ښکاره سي او هغه ټکهاری چي د بوټونو په کوړيو ئې کوي بايد غوږو ته ورسيږي».
د ايران په سنتی ټولنه کي کچالو د «بې غيرتۍ» او «بې تفاوتۍ» نښه بلل کيږي.
جالبه دا ده چي د حجاب له پاره تبليغاتي پوسترونه په عربي، انگليسي او فرانسوي ژبو هم ليکل سوي وي. دلته ښځه له «شيريني» سره تشبيه سوې ده.
«د عفاف او حجاب د ترويج سايبري ډله» يوه له هغو څخه ده چي د حجاب په برخه کي ډېر پوسترونه طراحي کوي.
په دې پوسترونو کي تر ډېره د ښځي، نجلۍ او شيطان ترمنځ مستقيمي اړيکي نندارې ته وړاندي سوي دي.
ښځه، حجاب، خاشيه يي خواږه او مچ.
بې حجابه ښځه هغه چوکۍ بلل سوې چي پر درو پښو ولاړه وي. د ښی اړخ په انځور کي راغلي دي: «هغه څوک چي په چا پسې گوري هيڅ وخت په لږ کلتو نه قانع کيږي او دغه حالت په هغه کي کرار کرار يو خاص وحشي او حيواني حالت راولي.»
يو بل پيغام: «د کتلو په باران کي، د حجاب چتر مه هيروئ». په دې پوسترونو کي ښځي په دفاعي حالت کي ليدل کيږي چي بايد خپل ځان د نارينه وو له ناروغه رفتاره ځان خوندي کړي.
په دې پوسترونو کي چي تر اوسه پوري په بازارونو او عمومي اماکنو کي نصب سوي دي يوازي ښځو ته متوجه دي او په ندرت سره نارينه وو ته داسي پيغام پکښې نه سته چي «ښځو ته لاس مه اچوی يا په بده سترگه مه ورته گورئ.»
بل پيغام: د بې حجابۍ په برخه کي د «بېگانه» رسنيو رول.
د دغو پوسترونو د جوړوونکو فکري سرحدونه سړی کولای سي له دې انځورونو څخه تشخيص کړي.
په ايران کي د حجاب په برخه کي د تبليغاتي پوسترونو بازار تود دئ.