په ايتاليا او فرانسه کې سيلابونو مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبهد شنبې او یکشنې په ورځو د ايتاليا په شمال او فرانسې په جنوب کې سخت بارانونه وشول چې ۴ څلور کسان یې ووژل او د وينس مشهور ښار یې د سيلاب له يوې بلې څپې سره مخامخ کړ.
د ايتاليا سيلاب ځپلي ښار ساونا ته څېرمه يوه تنگي ته نزدې د لارې يو ۳۰ متره اوږده برخه ونړيدله چې له کبله یې ځيني موټر د سړک پر پاته برخه د پاڼ پر غاړه بند پاتې شول.
ژغورني عملې او کشفي سپو د قربانيانو د موندلو عمليات پيل کړي دي، خو تر اوسه څوک نه دي موندل شوي.
د ايتاليا د شمال په پیدمونت سيمه کې يوه ۵۲ کلنه ښځه چې موټر یې د سيند له غاړې اوبو له ځانه سره وړی وو، د يکشنبې په ورځ مړه موندل شوې ده. د ايتاليا پوليسو وويل چې په موټر کې سپرو نورو دوو کسانو وکولای شول چې په سم وخت ځانونه وژغوري.
په الیساندريه ښار کې چې د تورن او میلان ترمنځ پروت دی، ۲۰۰ کسان خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي. همدا راز په اوستا دره کې هم کابو ۵۰۰ کسان د واوري ښويدو له ويري له خپلو کورونو ايستل شوي دي.
په وينس ښار کې هم يو ځل بيا سيلاب راغلی که څه هم چې د سیلاب کچه تر هغه ټيټه وه چې د مياشتې په سر کې يې اټکل شوی وو. د ايتاليا دغه ښار له بې ساري سيلابه سره مخ شوی وو.
په فرانسه کې هم دوه کسان وژل شوي او دوه تر هغه وروسته لادرکه دي چې د سيلاب اوبو موټرونه له ځانه سره وړي او سړکونه په سيندونو بدل شوي دي.
bs/ms (ap, afp)