په اوکرايني جنگي اسيرانو ډکه روسۍ الوتکه رالوېدلې ده
۱۴۰۲ بهمن ۴, چهارشنبهد روسيې د دفاع وزارت د چهارشنبه په ورځ خبر ورکړی دی چي په دغه الوتکه کي ۶۵ اوکرايني جنگي اسيران سپاره ول چي د تبادلې په هدف انتقاليدله.
د روسيې «تاس» خبري آژانس په حواله، د الوتکې شپږ کسه عمله او درې نور چي بنديان يې بدرگه کول هم په دغه ايليوشين-۷۶ ډوله ترانسپورتي الوتکه کي وژل شوي دي.
دغه الوتکه د مسکو پر وخت د سهار پر ۱۱ بجو رالوېدلې ده او د دغي پيښې علت لا معلوم نه دی.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي چي يو ځانگړي پوځي کميسيون د اوکراين سرحد ته نيژدې د دغي الوتکې د سقوط سيمې ته استول سوی دی.
داوکراينحکومت تر اوسه په دې هکله کومي څرگندوني نه دي کړي، خو د دغه هيواد رسنيو د پوځي سرچينو په حواله ليکلي دي چي دغې الوتکې توغندي انتقالوله او د اوکراين ځواکونو ويشتلې ده.
د روسيې د بلگورود سيمه په دا وروستيو کي په تکرار سره د اوکراين هدف ګرځېدلې ده. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين باندي د روسيې له يرغل راهيسي، دغه دواړه هيوادونه يو له بل سره په جگړه کي دي.
GP/NZ/AG