په اوکراين کي بله جنگي الوتکه ويشتل سوې ده
۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبهد اوکراين په ختيځ کي بېلتون غوښتونکو يووار بيا يوه جنگي ميگ ۲۹ ډوله الوتکه ويشتلې او را اچولې ده. په کيف کي د پوځ يوه وياند ويلي دي چي دغه الوتکه د لوگانسک ښار په اطرافو کي ويشتله سوې ده. ويل کيږي چي پيلوټ د غورځېدونکي چوکۍ په مرسته ځان ژغورلی او تښتېدلی دئ.
د راپورونو له مخي د اوکراين پوځيانو ادعا کړې ده چي په لوگانسک کي ئې د پوليسو يو مرکز بيرته په خپل کنترول کي راوستی دئ. يوه پوځي وياند ويلي دي چي په اپريل مياشت کي د بېلتون غوښتونکو له خوا نيوله سوې دغي ودانۍ باندي اوس بيرته د اوکراين بيرغ رپيږي.
وياند دغه راز ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د روسيې له خوا اوکراين ته بيا پوځي تجهيزات راوړل سوي دي. چي په دې کي درې «گراد» ډوله توغندی توغونکي هم شامل دي.
له بلي خوا د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاول کليمکين له ناټو او اروپايي ټولني څخه له بېلتون غوښتونکو سره په جگړه کي د پوځي مرستو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه د آلمان له راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي «که زموږ سره دغه شان مرستي وسي، نو دا به زموږ د عسکرو له پاره ډېره اسانه وي چي په سيمه کي عمل وکي.» د اوکراين په ختيځ کي اوس داسي یو حالت دئ، چي په هره شېبه کي د روسيې د پوځي هجوم گواښ موجود دئ. تقريباً هره ورځ د روسيې له خاوري څخه پر اوکرايني عسکرو باندي فيرونه کيږي. پردې سربيره د روسيې له خوا مزدوران راوستل او وسلې راوړل کيږي.
د ناټو ستراتيژۍ د بدلون غوښتنه
کليمکين له ناټو څخه غوښتنه کړې ده چي د اوکراين په اړه خپلي تراتيژي کي بدلون راولي. د هغه هيواد د پوځي ملاتړ ترڅنگ سياسي ملاتړ ته هم ډېره اړتيا لري. هغه ويلي دي چي په ناټو کي د اوکراين د غړيتوب د موضوع وخت اوس نه دئ، ځکه د دې له پاره اوس په اوکراين کي ټول په يوه خوله نه دي.
کليمکين غواړي چي نن يکشنبه ماښام په برلين کي له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شټاين ماير او د هغه د فرانسوي سيال لاورينت فابيوس سره يو ځای خبري اتري ولري.