په انګلستان او فرانسه کي سخت توپانونه
۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبهد دغو توپانونو له کبله په بریتانیا کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د زرهاوو کورونو بریښنا قطع شوې ده. که څه هم په فرانسه کې د دغه توپان له کبله لا تر اوسه پوري د مرګ ژوبلې په اړه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی خو په دې هیواد کې یې هم د ډیرو کورونو بریښنا قطع شوې ده.
د انګلستان د کینت ښار په هیور سیمې کې هم د یوې ۱۷ کلنې نجلې د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. د رپوټونو له مخې دغه نجلۍ هغه وخت ټپي شوې ده چې د دوشنبې په ورځ پر هغې باندې د سختو توپانونو له کبله یوه ونه رالوېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان په وات فورد سیمه کې د یوه بل سړي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. ویل شوي دي چې دغه کس د یوې وني په واسطه چې د هغه پر موټر باندې رالویدلې ده وژل شوی دی.
د یکشنبې په ورځ هم د یوه ۱۴ کلن هلک د احتمالي وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو. دغه هلک سمندر ته لوېدلی دی چې پولیس یې لا تر اوسه پوري په موندلو نه دي توانیدلي. پولیسو ویلي دي چې د سختو توپانونو له کبله د دغه هلک د ژغورنې عملیاتو درولو ته اړ شوي دي.
د سفر پلانونه اخلال شوي دي
د توپانونو له کبله د لندن هیترو هوایي ډګر خپل شاوخوا ۱۳۰ پروازونه لغو کړي دي. پر الوتنو سربیره له لندن څخه د دغه ښار دوو لویو هوایي ډګرونو ته تلونکي اورګاډي هم درول شوي دي.
په فرانسه کې بیا د شاوخوا۶۵۰۰۰ کورونو بریښنا قطع شوې ده. ویل شوي دي چې په فرانسه کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې ان ۱۳۰ کیلو مترو ته هم رسیدلی دی.