1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انقره کې د امریکا پر سفارت ډزې شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

په داسې حال کې چې د ترکیې او امریکا اړیکې خړپړ شوي دي رسنیو په انقره کې د امریکا پر سفارت د ډزو رپوټونه ورکړي. د رپوټونو په حواله برید کوونکي د پيښې له ځایه تښتیدلي دي. په دغو ډزو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/33PdY
Türkei US-Botschaft in Ankara
انځور: picture-alliance/NurPhoto/D. Cupolo

په داسې حال کې چې د ترکیې او امریکا اړیکې خړپړ شوي دي رسنیو په انقره کې د امریکا پر سفارت د ډزو رپوټونه ورکړي. د رپوټونو په حواله برید کوونکي د پيښې له ځایه تښتیدلي دي. په دغو ډزو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

د آلمان خبري آژانس د «ترک سي ان ان» او «هابرترک» تلویزوني شبکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ناپيژندل شویو کسانو د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې۲۰مه) په انقره کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د ودانۍ پر لور ډزې کړي دي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله له یوه موټر څخه چې د حرکت په حال کې وو د امریکا د سفارت پر لور ډزې شوې دي چې یو شمیر مرمۍ یې د سفارت د ساتونکو پر غرفې هم لږیدلي دي.

په دې برید کې څوک ټپي شوی نه دی. د «ترک سي ان ان» او «هابرترک» تلویزوني شبکو په حواله برید کونکي د سفارت پر ودانۍ تر ډزو وروسته د پيښې له ځایه تښتیدلي دي.

د ترکیې پولیس د دغه موټر چې ډزې ترې شوي دي په لټه کې دی. په وروستیو وختونو کې د ترکیې او امریکا اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د جنجال رامنځته کیدو اصلي دليل په ترکیې کې د امریکایي کشيش اندرو برانسون، د برخلیک پر سر ده. د ترکیې حکومت دغه امریکایې کشيش له ترهګریزو ډلو سره د اړيکو په تور په ترکیه کې په خپل کور کې نظربند کړی دی.

امریکا همدارنګه په دې وروستیو کې پر ترکيې بندیزونه لګولي دي او د دغه هیواد پر اجناسو یې لوړې ګمرکي تعرفې وضعه کړي دي څو په دې توګه وکولی شي انقره دې ته اړ کړي چې خپل دریځ نرم او برانسون آزاد کړي.

په دې تیرو میاشتو کې د ترکیې د پولي واحد لیرې ارزښت ډیر زیات کم شوی دی.