په امریکا کې ولې آن ولسمشر د یوه سپي ستاینه کوي؟
۱۳۹۸ آبان ۷, سهشنبهد داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې ټپي شوی سپی د دغه هیواد ولسمشر دونالد ترمپ، او د پوځ لوړپوړو چارواکي ستایلی دی. دونالد ترمپ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې چې د سپي انځور یې هم ورسره خپور کړی دی لیکلي دي چي «عالي» سپي په سوریه کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي «په نیولو او وژلو» کې ښه دنده تر سره کړه.
د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز مارک میلي، پر دې باندې ټینګار کړی دی چې دغه سپي «فوق العاده خدمات» تر سره کړي دي. لوی درستیز په پېنتاګون کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دغه سپی د بشپړې روغتیا پر لور دی او د خپل اړونده پوځي برخه کې بیرته پر دنده دی.
د دغه حیوان نوم او نسل په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي. میلي ویلي دي چې «موږ د دغه سپي هویت خوندي ساتو». هغه د دې کار دلیل دا وړاندې کړی دی چې سپې لا هم د ماموریت په سیمه کې دی. په ظاهر کې دغه سپی د بیلجیمي شیفر نسل ښکاري. دغه نسل زیاتره مهال د متحده ایالاتو د پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا کارول کیږي.
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه سپي د ترهګرې ډلې داعش مشر تر تونله پورې تعقیب کړ، چیرې چې البغدادي د یوه ځانمرګي واسکټ په واسطه ځان والوزاوه. ویل شوي دي چې البغدادي له خپل ځان سره درې ماشومان هم ووژل. دغه سپی بیا د امریکایي ځواکونو له لوري وژغورل شو.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د البغدادي د جسد پاتې شونې په سمندر کې اچول شوي دي. خو د ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
(sr/ms (afp, dpa, rtr