المان: د سبسایډۍ کمولو حکومتي پلان پر ضد د بزګرانو مظاهرې
۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبهپه المان کې ډیر شمیر بزګران په سبسایډۍ کې د کمښت راوستلو حکومتي پلان پر ضد مظاهرو کې د ګډون کولو له پاره د یکشنبې په ورځ پلازمېنې برلین ته رسیدلي دي. د «برلینا څایټونګ» سیمه ایزې ورځپاڼې په حواله د بزګرانو کاروان د ماښام په پنځه نیمو بجو برلین ته ورسید.
د المان مشهورې برانډنبرګ دروازې ته تر رسیدو وروسته بزګرانو د شپې په شا او خوا ۱۱ بجو د شمعو په لګولو سره مارش وکړ.
بزګران ولې سړکونو ته راوځي؟
بزګران د لومړي وزیر اولاف شولڅ د ائتلافي حکومت له خوا د کرنیزې سبسایډۍ یا حکومتي مالي مرستو د ځنډول کیدو پلان پر ضد مظاهرې کوي. که څه هم د پنجشنبې په ورځ حکومت تیاری وښود چې د سبسایډۍ په پلان کې په پام کې نیول شوي یو شمیر تغیرات کیدای بیرته خپل لومړني حالت ته را وګرځوي، خو د الماني بزګرانو ټولنې «ډي بي وي» د دغه وړاندیز په ناکافي بللو سره، هغه رد کړی دی.
د جمعې په ورځ د المان د کورنیو چارو وزرات ویاند خبرداری ورکړ چې د حکومت مخالفین او ښي اړخي کیدای شي له دغو مظاهرو څخه په خپله ګټه د استفادې کولو کوښښ وکړي.
د آلمان په مختلفو برخو کې د ترافیکي نظام د مختل کیدو ویره
د مظاهرو له پیلیدو مخکې لا د برلین مرکز له اطرافي سیمو سره نښلوونکې لویه لاره د ترافیک پر مخ تړل شوې ده. د دوشنبې په ورځ د مظاهرو له کبله په ترانسپورتي نظام او د ورځنیو اړتیاو توکو په لیږد را لیږد کې شدید خنډونه رامنځته کیدلی شي.
په ترافیکي نظام کې د خلل رامنځته کیدو د کمولو په خاطر حکومت د جنورۍ له اوومې نیټې څخه د لویو لاریو پر تګ راتګ بندیز هم د موقت وخت له پاره لیري کړی، چې عموماً د یکشنبې او عمومي رخصتیو په وخت کې عملي کیږي.
آژانسونه: ش.ن/خ.ح