په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر له ۸۰۰۰ واوښت
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد افغانستان د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی چي د نورو ۴۹۲ پیښو په ثبتولو سره، په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر ۸۱۴۵ ته ورسید. په تیرو ۲۴ ساعتو کي لسو تنو د دې ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د عامي روغتیا وزیر د کووید ۱۹ د ناروغۍ تر تیرولو وروسته، نن چارشنبه د افغان-جاپان په روغتون کي په یوې خبري ناسته کي برخه واخیسته. د روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې که خلک صحي لارښووني مراعت نه کړي او په خپلو کورونو کي پاته نه سي، نوښایی د اخته کسانو په شمیر کي د پام وړ زیاتوالی راسي.
په افغانستان کي د کرونا ویروس مخ په پراخیدو دی. خلک د روغتیا وزارت له خوا وړاندیز شوې تدابیر په پام کي نه نیسي او د کوچني اختر په درشل کي د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره سوې ده.
د افغانستان د عامی روغتیا وزارت د نوو ارقامو له مخي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د هیواد په ۱۶ ولایتونو کي د کرونا د ویروس ۴۹۲ نوي پیښي ثبت سوي.
ددغو نوو پیښو په ثبتولو سره په دغه هیواد کي د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر ۸۱۴۵ ته ورسید. همدارنګه په ۲۴ ساعتونو کي ۱۰ تنه مړه سوي او ۸۰ تنه بیرته جوړ سوي دي.
له ۴۹۲ نوو پیښو څخه ، ۲۶۲ تنه په کابل ، ۵۹ تنه په هرات، ۳۳ تنه په بلخ ، ۳۰ تنه په بغلان، ۳۸ تنه په تخار او پاته کسان په نورو ولایتونو کي په دغه ویروس اخته سوي دي.
په بلخ کي پر تګ راتګ باندي بندیز
د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو د زیاتیدو سره سم، د بلخ ولایت محلي چارواکو په دغه ولایت کي د اختر په شپو او ورځو کي په تګ راتګ باندي بندیز اعلان کړ.
د بلخ والي محمداسحق رهګذر وایی چې د کرونا د ویروس د پراختیا د مخنیوي په هدف، په دغه ولایت کي د اختر د ورځو ملاقاتونه او تګ راتګونه لغوه سوي. هغه وويل: «د راتلونکي کوچني اختر له پاره مو پریکړه کړې چي د اختر د مبارکۍ له پاره د خلکو پر تګ راتګ باندي بندیز ولګول سي او د اختر لمونځ به د لمونځ کوونکو ترمنځ د ټاکلي واټن په مراعاتولو سره ادا سي.»
په افغانستان کي په مجموعي ډول تر اوسه پوري ۱۸۷ تنو د کرونا د ویروس په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۰ تنه رغيدلي دي.