په افغانستان کې پر ګواښونو سربیره د پانګونو چانس شته
۱۳۹۷ آذر ۸, پنجشنبهاشرف غني د ژنیو په کنفرانس کې له بهرنيانو څخه وغوښتل چې په هیواد کې يې لا ډیره پانگونه وکړه. خو افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د هغه امنیتي ستونزو او خلاوو یادونه و نه کړه چې هیواد یې ورسره لاس او ګریوان دی.
غني وویل چې په افغانستان کې د ډیرې ګټې ترلاسه کولو چانس شته او ادعا یې وکړه چې دغه هیواد تر۱۰ سلنه ډیر وده کولای شي.
هغه وویل: «دا یو متفاوت افغانستان دی. موږ د سوداګري له پاره پرانیستي یوو. زه هیله لرم چې تاسو به د ګډ کار له پاره پرانیستي یاست.»
غني په ځانګړې توګه د خپل هیواد د بیا استفادې وړ انرژي تولید وړتیا ته اشاره وکړه. د هغه په خبره افغانستان د ۲۲۰۰۰۰ میګاواتو سولار او ۸۰۰۰۰ میګاواته برقی انرژي وړتیا لري.
غني د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه هم خبري وکړې او روښانه یې کړه چې حکومت یې د کانونو په برخه کې د پانګوني نوي قوانین جوړ کړي دي.
غني د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به د افغانستان موقعیت د طلاو ارزښت ولري.
د ستونزو له پامه غورځول
غني په خپلو خبرو کې تر ډیره بریده د افغانستان د جګړې په اړه څه و نه ویل. هغه یوازې یو وار د بې ثباتي کلمه وکاروله. دا په داسې حال کې ده چې د هغه د بیانیې په ورځ په افغانستان کې یوې چاودنې درې امریکایي سرتیري ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. او يوه ورځ وروسته بيا په کابل کي د بريتانيا پر يوه امنيتي شرکت باندي سخت بريد وشو.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال توبي لینزر، بیا د افغانستان ستونزو ته اشاره وکړه. همدا اوس د طالبانو او داعش د بریدونو تر څنګ ۳،۶ میلیونه افغانان د لوږي له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه وویل: «دا د افغانستان د خلکو له پاره تر ټولو خراب وخت دی خو بیا هم په ډیرو مهمو برخو کې پرمختګونه شوي دي.»
ms/nz (dpa, Reuters)